د پکتيا کثیرالرشتوي انستيتوت او اقتصاد رياست ترمنځ د همکارۍ هوکړه ليک لاسليک شو

د پکتيا ولايت کثیرالرشتوي انسټیټوټ د یاد ولايت د اقتصاد رياست سره د همکارۍ هوکړه ليک لاسليک کړ.
د یاد هوکړه لیک پر بنسټ به د دغه ولایت د اقتصاد په ریاست کې د پکتیا کثیرالرشتوي انسټیټوټ د محصلینو لپاره د عملي زده کړو زمینه برابره شي.
د پکتيا د اقتصاد رئيس مولوي محمد انور راشد او د یاد ولايت د کثيرالرشتوي انسټیټوټ آمر ګل بهار سمندر د همکاريو پر پراختيا ټينګار وکړ.