د پروان ولایت مرکزکثیرالرشتوي انسټیټوټ محصلینو عملي زده کړو بهیر

media_admin
پنجشنبه ۱۴۰۴/۲/۱۱ - ۱۰:۵۱
TVETA

د پروان ولایت اړوند مرکز کثیرالرشتوي انسټیټوټ د وترنرۍ څانګې، محصلینو ته د هاضمه سیسټم په اړه په عملي بڼه روزنه ورکړل شوه.

په یادې درسي جلسې په ترڅ کې،لارښود استاد د درسي پلان سره سم نوموړو ته " د هاضمه سیسټم" په عملي ډول تشریح کړه. دغه راز محصلینو هم د هاضمې سیسټم له نږدې څخه ولیده او ورسره بلد شول.

د محصلینو لخوا د عملي روزنو د زده کولو موخه، د موضوع ښه درک کول او په راتلونکي کې د عملي کار لپاره ډیر چمتوالی او آمادګی ویل کېږي.

په ورته وخت کې، د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې رهبري هڅه کوي چې د دې ادارې په ټولو ښوونیزو مرکزونو کې د عملي زده کړو لا ډیرې زمینې برابرې کړي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۶/۱۸ - ۹:۳۸
Background image

د پکتیا د ځانګړو زده‌کړو لېسې سره درې زره امریکایي ډالر مرسته وشوه

د بشري مرستو د همغږۍ مؤسسې (CHA)، د اورېدلو او لیدلو معلولیت لرونکو کسانو د ملاتړ په موخه د پکتیا ولایت د ځانګړو زده‌کړو لېسې سره د درې زره امریکایي ډالرو بشري مرسته وکړه. یاده اندازه. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۶/۱۵ - ۱۵:۱۲
Background image

د تخنیکي او مسلکي زدکړو ادارې د معلوماتي ټکنالوژۍ رئیس د مخابراتو وزارت د پروسو د پراختیا او ساده سازۍ له رئیس سره وکتل!

د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې د معلوماتي ټکنالوژۍ رئیس محترم سید محمد فرید آغا هاشمي، د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت د پروسو د پراختیا او ساده‌ سازۍ له رئیس محترم سید نجم‌الدین. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۶/۱۵ - ۱۳:۳۵
Background image

د ولایتونو د تخنیکي آمریتونو د څارنې مدیرانو لپاره روزنیز سیمینار جوړ شو

د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې د کارکوونکو چارو ریاست، د مسلکي ظرفیت لوړولو، د څارنې د بهیرونو د ښه والي او د ولایتونو د تخنیکي آمریتونو د عمومي څارنې مدیرانو او مسلکي غړو د کاري. . .

BACK TO NEWS