د پروان ولایت اړوند سیدخیل کثیرالرشتوي انسټیټوټ د زده کونکو لخوا د " رُب " چمتو او پروسس کیدل

media_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۴/۶/۲۵ - ۱۴:۲۲

د پروان ولایت سیدخیل کثیرالرشتوي انسټیټوټ د دولسم ټولګي زده کونکو ته د تخنیکي او مسلکي زده کړو مرکزونو د عملي زده کړو په قالب او د یوې درسي جلسې په ترڅ کې د رُب چمتو کولو په اړه په عملي بڼه روزنه ورکړل شوه.

لارښود استاد په دې درسې جلسه کې نوموړو ته د رُب چمتو کولو څرنګوالي او د هغه د پروسس لپاره د اړینو موادو په اړه هراړخیز توضیحات ورکړل.

دغه راز په دوام کې لارښود استاد زده کونکو ته د رُب د خوراکي، اقتصادي ارزښت او ګټو په اړه هم معلومات ورکړل. نوموړي وویل چې رُب د خوراکي توکو یوه مهمه سرچینه ده چې د سرطان خطر کموي.

عملي زده کړې د تخنیکي او مسلکي زده کړو په مرکزونو کې د روزنې لویه برخه جوړوي.

له همدې امله، د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې رهبرۍ، د کار بازار اړتیاوو او د مهارتونو اهمیت ته په ژور فکر سره، تل هڅه کوي چې د نظري زده‌کړو ترڅنګ د زده کونکو لپاره د عملي زده‌کړو غوره فرصتونه هم چمتو کړي.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۱ - ۱۰:۳۰
Background image

د شبکو د سیسټمونو مدیریت په اړه روزنیز سیمینار وړاندې شو

د خوست ولایت مرکز کثیرالرشتوي انسټیټوټ د کمپیوټر ساینس څانګې یوه محصل د کمپیوټري سیسټمونو او د شبکو مدیریت په اړه روزنیز سیمینار وړاندې کړ. محصل نوراحمد د اړوندې څانګې استاد تر لارښوونې. . .

شنبه ۱۴۰۵/۲/۱۹ - ۱۰:۵۹
Background image

محصلینو ته د اینورټر او د هغې پرزو په اړه عملي زده‌کړه ورکړل شوه

د کاپیسا ولایت انجنیري معاون انسټیټیوټ د برېښنا څانګې محصلینو په یوه درسي غونډه کې د برېښنا «اینورټر» او د هغې پرزو په اړه عملي زده‌کړه ترلاسه کړه. دغه درسي جلسه د نوي کېدونکې انرژۍ. . .

شنبه ۱۴۰۵/۲/۱۹ - ۹:۵۶
Background image

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې اصلاحي او روزنیزه غونډه ترسره شو

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې اصلاحي او روزنیزه غونډه د دې ادارې د رئیسانو، کارکوونکو او مسؤلینو په حضور کې ترسره شو. په دې پروګرام کې لیکوال او ادیب استاد دادمحمد ناوک د بېلابېلو. . .

BACK TO NEWS