د ولایتونو تخنیکي او مسلکي زده کړو مرکزونو د استادانو لپاره د ظرفیت لوړونې ورکشاپ پیل شو
د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې اړوند د استادانو د مسلکي پراختیا ریاست، د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت سره په همکارۍ د ولایتونو د تخنیکي او مسلکي زده کړو مرکزونو استادانو لپاره د «تجارتي کرنیز فارم جوړونې» تر سرلیک لاندې ورکشاپ پیل کړ.
ياد ښوونیز پروګرام د کابل ولایت په بادام باغ علمي او څیړنیز فارم کې ترسره شوی، چې په ترڅ کې به یې د هیواد د بیلابیلو ولایتونو د تخنیکي او مسلکي زده کړو مرکزونو څخه ۲۰ تنه د کرنې څانګې استادانو ته د شپږو کاري ورځو په لړ کې په علمي او عملي بڼه روزنه ورکړل شي.
د دې ښوونیز پروګرام په پرانیست غونډه کې د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې د استادانو د مسلکي پراختیا رئیس هم وینا وکړه.
نوموړي د تخنیکي زده کړو ارزښت ته په اشارې سره وویل چې د تخنیکي او مسلکي زده کړو اداره هڅه کوي ترڅو د خپلو مسلکي زده کړو په وړاندې کولو سره په هیواد کې د بیوزلۍ کچه راټيټه کړي.
هغه همدارنګه ټینګار وکړ چې استادان باید د رامنځته شوو فرصتونو قدر و پېژني او د دې ښوونیز ورکشاپ څخه په ګټه اخیستلو سره د ماهر او متخصص کاري ځواک د روزنې په برخه کې لا زیاتې هڅې وکړي.
په همدې حال کې د بادام باغ کرنیزو فارمونو د علمي څیړنو رئیس هم د وینا پر مهال د استادانو لپاره د روزنیزو پروګرامونو د جوړولو په برخه کې د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې د رهبرۍ له هڅو څخه قدرداني وکړه.
دا په داسې حال کې ده چې تر دې وړاندې هم د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې د استادانو د مسلکي پراختیا ریاست ددې ادارې د ښونیزو مرکزونو د کرنې څانګې استادانو د مسلکي وړتیا د لوړولو په موخه د ظرفیت لوړونې ورکشاپونه ترسره کړي دي.
