د هلمند ولایت امینه قوماندانۍ، اداري کارکوونکو ته د ظرفیت لوړولو سیمینار وړاندې شو

media_admin
چهارشنبه ۱۴۰۴/۳/۷ - ۸:۵۶

د هلمند ولایت د تخنیکي او مسلکي زده کړو آمریت د هر اړخیزو همکاریو د پیاوړتیا په موخه د یاد ولایت د امنیه قوماندانۍ، اداري مدیرانو ته درې ورځنی روزنیز سیمینار جوړ کړ.

په دې روزنیز سیمینار کې د هلمند امنیه قوماندانۍ ۹۰ تنو اداري کارکوونکو ګډون درلود، چې نوموړي به ددې سیمینار په ترڅ کې د دفتر او اداري چارو د مدیریت کولو په اړه روزنه ترلاسه کړي.

د هلمند د تخنیکي او مسلکي زده کړو آمریت د مسؤلینو په وینا، د دې روزنیز سیمینار د ترسره کېدو موخه د همکاریو پیاوړتیا او په اداري چارو کې د بیلابیلو اداراتو د کارمندانو د ظرفیت لوړول دي.

دا په داسې حال کې ده چې د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې رهبري تل د نورو ادارو سره د همغږیو پر پیاوړتیا ټینګار کوي او هڅه کوي ترڅو د حکومتي چارو د لا ښه والي لپاره کارمندانو ته د ظرفیت لوړولو بیلابیل پروګرامونه ترسره شي.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۸/۴ - ۹:۴۹
Background image

په میدان وردګو کې د «آبکزار» انسټیټوټ د بنسټ ډبره کېښودل شوه

د میدان وردګو ولایت د چک ولسوالۍ په سیمه کې د مسؤولینو او یو شمېر قومي مخورو په حضور کې د «آبکزار» انسټیټوټ د بنسټ ډبره کېښودل شوه. دغه ښوونیز مرکز د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې په. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۸/۳ - ۱۵:۵
Background image

د تخنیکي او مسلکي چارو مرستیال د کوچنیو پورونو بانک «FMFB» له مسؤولینو سره وکتل

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې مرستیال او سرپرست، محترم مولوي غلام سعید احساس، د کوچنیو پورونو بانک «FMFB» له مسؤولینو سره په یوه ناسته کې وکتل او د متشبثینو د ملاتړ، د نوښتګرو پروژو د. . .

شنبه ۱۴۰۵/۸/۲ - ۱۰:۳۹
Background image

د کندز ولایت له ښوونیزو مرکزونو څخه د مالي او اداري چارو مرستیال لیدنه وکړه

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې د مالي او اداري چارو مرستیال، محترم مفتي فضل‌الرحمن فاضل، له خپل مل پلاوي سره د کندز ولایت له ښوونیزو مرکزونو، د اجناسو له ډیپو او تخنیکي انسټیټیوټ څخه. . .

BACK TO NEWS