د نیمروز ولایت کرنې انسټیټوټ د ۲۱ تنو زده کړیالانو د فراغت مراسم ترسره شول

media_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۱/۳/۱۷ - ۱۳:۳۰
جشن فراغت 21 نفر

د نیمروز ولایت د کرنې انسټیټوټ د ۲۱ تنو زده کړیالانو د فراغت مراسم د دغه ولایت د سیمه ییزو چارواکو په ګډون ترسره شول.

په دې مراسمو کې د کمال خان بند په اړه د کرنې د انسټیټوټ زده کړیالانو د څېړنو پایلې هم وړاندې شوې.

د نيمروز ولایت تخنيکي او مسلکي امر عبدالهادي بيدار وايي، د کمال خان بند، ننګونې، ګواښونه او فرصتونه تر عنوان لاندې دغه څېړنه په اتو مياشتو کې ترسره شوې ده.

د نيمروز ولايت د پوهنې رييس يارمحمد حقيار چې په دې مراسمو کې يې ګډون کړى و، د ماهر او مسلکي ځواک شتون د هېواد يوه بیړنې اړتيا وبلله.

د مراسمو په پای کې یو شمېر ممتازو زده کړیالانو ته تحسین نامې او نورو ټولو فارغانو ته ستاینلیکونه ورکړل شول.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۴/۳۱ - ۱۱:۴۳
Background image

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې رئیس د روسیې له پلاوي سره ولیدل

نن له غرمې مخکې د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې رئیس، الحاج مولوي غلام حیدر شهامت، په خپل کاري دفتر کې د روسیې هېواد د آلتای پیداګوژیک پوهنتون له پلاوي سره لیدنه او خبرې وکړې. په دې. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۳۰ - ۸:۳۰
Background image

د ننګرهار ولایت اقتصاد ریاست سره د همغږۍ ناسته ترسره شوه

د ننګرهار ولایت د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو آمریت او د یاد ولایت د اقتصاد ریاست ترمنځ د ګډو همکاریو د پیاوړتیا او د دواړو ادارو ترمنځ د اړیکو د پراختیا په موخه د همغږۍ ناسته ترسره شوه. په. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۹ - ۱۱:۶
Background image

د لغمان محبس ته علمي کتابونه او مجلې ډالۍ شوې

د لغمان ولایت د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو آمریت د خپلو اړوندو ښوونیزو مرکزونو له لارې د بېلابېلو موضوعاتو په اړه ۴۴ ټوکه کتابونه او ۳۵ ټوکه علمي مجلې د لغمان ولایت د محبس آمریت ته ډالۍ. . .

BACK TO NEWS