د ننگرهار ولایت پوهنتون اړوند محصلینو ته د تخنیکي او مسلکي زده کړو آمریت لخوا سمینار جوړ شو

media_admin
دوشنبه ۱۴۰۳/۹/۱۲ - ۱۱:۳۷
TVETA

د لغمان ولایت د تخنیکي او مسلکي زده کړو آمریت د ننگرهار پوهنتون د یو شمېر محصلینو لپاره د یاد پوهنتون په تالار کې  سمینار جوړ کړ.

دغه سیمینار د (په عامه ادارو کې د کاري فرصتونو لوړول) تر سرلیک لاندې جوړ شوی و چې د ننگرهار پوهنتون د عامه ادارې او پالیسۍ پوهنځي یو شمېر محصلینو پکې ګډون ګډون درلود.

په دې غونډه کې ويناوالو د دغه سيمينار په ارزښت ټينګار وکړ او له زده کوونکو يې وغوښتل چې په سيمینار کې له شته موادو او مطالبو څخه اعظمي ګټه پورته کړي.

د ننگرهار پوهنتون مسوولینو د لغمان ولایت د تخنیکي او مسلکي زده کړو له آمریت څخه د مننې او ستاینې ترڅنګ زیاته کړه چې د دغه سیمینار ترسره کیدل د ننگرهار پوهنتون د محصلینو د ظرفیتونو لوړولو په برخه کې خورا اغیزمن دی.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۰ - ۱۴:۱۸
Background image

د تخنیکي زده‌کړو د ولایتي مسئولینو د صلاحیتونو ټاکنه او سپارنه

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو د زونونو او ولایتونو د تخنیکي آمریتونو د صلاحیتونو او مسئولیتونو د ټاکنې او سپارنې د څرنګوالي په پار د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې د رهبرۍ غونډه ترسره شوه.. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۳/۱۹ - ۱۵:۳۹
Background image

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې اکاډمیک بورډ ناسته ترسره کړه

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې اکاډمیک بورډ د دې ادارې د اکاډمیکو برخو د ستونزو او ننګونو د ارزونې او حل په موخه ناسته ترسره کړه. په دې ناسته کې د اکاډمیک بورډ د پخوانیو غونډو پرېکړې. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۳/۱۹ - ۱۳:۳۳
Background image

د لغمان د مرکز کثیرالرشتوي انسټیټوټ د زده‌کوونکو فراغت مراسم ترسره شول

د لغمان ولایت د مرکز کثیرالرشتوي انسټیټوټ ۱۷۵ تنه زده‌کوونکي د نېټورک، ډیټابېس، اګرانومي، ودانیو او برېښنا رسونې له څانګو فارغ شول. د پروګرام په پیل کې د انسټیټوټ آمر، قاري محمد اکرم. . .

BACK TO NEWS