د میدان وردګو ولایت چک کثیرالرشتوي انسټیټوټ د زده کونکو له لوري د سړک سروې او براورد!

media_admin
چهارشنبه ۱۴۰۴/۴/۴ - ۱۵:۲۵
TVETA

د میدان وردګو ولایت چک ولسوالۍ اړوند کثیرالرشتوي انسټیټوټ د ساختماني څانګې زده کونکو د یو علمي سفر په پار د یاد ولایت اړوند د حضرت عمر فاروق (رض) لیسې ته لاړل.

نوموړو د دې علمي سفر په ترڅ کې، د لارښود استاد تر څارنې او نظر لاندې د یاد ښوونیز مرکز دننه د سړک او پیاده رونو سروې او براورد تر سره کړ او په دې برخه کې یې له یو بل سره خپل نظریات شریک کړل.

دغه راز لارښود استاد په دې درسي جلسه کې زده کونکو سره مرسته او هر اړخیزې لارښوونې یې هم وکړې ترڅو د یادې لیسې د پیاده رو او سړک جوړولو سروې په دقت او چټکۍ سره ترسره شي.

عملي زده کړې د تخنیکي او مسلکي زده کړو مرکزونو د روزنیزو پروګرامونو اساسی برخه جوړوي.

له همدې امله، د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې رهبري، له کار بازار د اړتیاوو او د مهارتونو د ترلاسه کولو اهمیت ته په ژور درک سره، تل هڅه کوي چې د نظري زده کړو سربیره د زده کونکو لپاره د عملي زده کړو زمینه هم مساعده کړي.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۱/۲۵ - ۱۵:۳۲
Background image

د لغمان تخنیکي لېسې زده‌کوونکو ته عملي زده‌کړه ورکړل شوه

د لغمان ولایت مرکز تخنیکي او مسلکي لېسې د برېښنا څانګې زده‌کوونکو په یوه درسي ناسته کې د برېښنا اړوند مهمو موضوعاتو لکه سیم‌غڅونې، د برقي مدارونو تشخیص او ترمیم، او د برېښنا خوندیتوب په. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۳ - ۸:۵۱
Background image

زده‌کوونکو ته د مهمو اداري موضوعاتو په اړه عملي زده‌کړه ورکړل شوه

د لغمان ولایت ادارې او حسابدارۍ انسټیټیوټ زده‌کوونکو د یو علمي سفر په ترڅ کې د یاد ولایت ښاروالۍ ته ولاړل او هلته یې د بېلابېلو اداري موضوعاتو په اړه عملي زده‌کړه ترلاسه کړه. لارښود. . .

شنبه ۱۴۰۵/۱/۲۲ - ۱۰:۵۹
Background image

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې کارکوونکي وستایل شول

نن د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې د ارشاد او دعوت ریاست په اصلاحي غونډه کې د دې ادارې یو شمېر کارکوونکي وستایل شول. دا پروګرام د دیني مسایلو ازموینې د پایلو اعلان په موخه جوړ شوی و، چې. . .

BACK TO NEWS