د میدان وردګو د ښوونیزو مرکزونو وضعیت د ارزونې بهیر

media_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۲/۹/۱۴ - ۱۳:۵۷
tveta

د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې پلاوي د تخنیکي او مسلکي چارو مرستیال مولوي غلام سعید احساس په مشرۍ میدان وردګو ولایت ته سفر کړی دی.

د دغه سفر موخه د تخنیکي او مسلکي زده کړو د مرکزونو وضعیت څېړل او د دغو مرکزونو د زده کړو اړتیاوو ته د رسیدو څرنګوالي معلومول دي.

نوموړي پلاوي د میدان وردګو د تخنیکي او مسلکي زده کړو مرکزونو د وضعیت څېړلو په دوام کې. دوی د چک ولسوالۍ کثیرالرشتوي انسټیټوټ د کتابتون، ورکشاپونو او ښوونیزو وسایلو وضعیت وارزاوه.

ښاغلي مولوي احساس د دغه ښوونیز مرکز د مسؤلینو  وړاندیزونه او اړتیاوې واورېدې او له هغوی سره یې همکاري ژمنه وکړه.

تر دې وړاندې هم د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې پلاوي یو شمېر ولایتونو ته سفرونه کړي دي.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۳/۱۹ - ۱۵:۳۹
Background image

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې اکاډمیک بورډ ناسته ترسره کړه

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې اکاډمیک بورډ د دې ادارې د اکاډمیکو برخو د ستونزو او ننګونو د ارزونې او حل په موخه ناسته ترسره کړه. په دې ناسته کې د اکاډمیک بورډ د پخوانیو غونډو پرېکړې. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۳/۱۹ - ۱۳:۳۳
Background image

د لغمان د مرکز کثیرالرشتوي انسټیټوټ د زده‌کوونکو فراغت مراسم ترسره شول

د لغمان ولایت د مرکز کثیرالرشتوي انسټیټوټ ۱۷۵ تنه زده‌کوونکي د نېټورک، ډیټابېس، اګرانومي، ودانیو او برېښنا رسونې له څانګو فارغ شول. د پروګرام په پیل کې د انسټیټوټ آمر، قاري محمد اکرم. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۱۸ - ۹:۲۰
Background image

د کمپیوټر ساینس زده‌کوونکي د شبکې له تجهیزاتو سره بلد شول

د خوست ولایت مرکز کثیرالرشتوي انسټیټوټ د کمپیوټر ساینس څانګې زده‌کوونکو د عملي زده‌کړو (پراکتیک) د دوام په لړ کې د شبکې بنسټیزو تجهیزاتو په اړه عملي روزنه ترلاسه کړه. په دې روزنیز. . .

BACK TO NEWS