د مولوي غلام حیدر شهامت او سهیل شاهین ترمنځ لیدنه او خبرې اترې

media_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۳/۱۰/۲۵ - ۱۶:۲۹

د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې سرپرست الحاج مولوي غلام حیدر شهامت د قطر په دوحه کې د افغانستان اسلامي امارت د سیاسي دفتر له رئیس ښاغلي سهیل شاهین سره، په خپل کاري دفتر کې وکتل او خبرې اترې یې وکړې.

دواړو خواوو په دې ناسته کې د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې د لاسته راوړنو او پروګرامونو څخه د ملاتړ په ګډون پر بیلابیلو موضوعاتو بحث وکړ.

ښاغلي الحاج مولوي شهامت په یادې ناسته کې د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې د پروګرامونو او لاسته راوړنو په اړه توضیحات وړاندې کړل.

نوموړي ټینګار وکړ چې د بې وزلۍ له مینځه وړل او د کار بازار لپاره د ماهر کاري ځواک روزنه د دې ادارې له بنسټیزو اهدافو څخه دي.

د جلسې په دوام کې، ښاغلي شاهین د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې د لاسته راوړنو څخه د قدردانۍ ترڅنګ، د یادې ادارې پر لا زیات ملاتړ ټینګار وکړ.

ښاغلي سهیل شاهین په خپله وینا کې زیاته کړه چې د تخنیکي او مسلکي زده کړو اداره د اقتصادي ودې او د بې وزلۍ د کمولو په برخه کې مهم رول لوبوي او باید په بشپړ ډول ور څخه ملاتړ وشي.

د دې کتنې په پای کې، دواړو خواوو د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې څخه پر لا زیاتې پاملرنې او ملاتړ ټینګار وکړ.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۸ - ۱۶:۴۰
Background image

د کمپیوټر ټکنالوژۍ انستیتیوت د افغانستان په نړیوال نندارتون کې لومړی مقام خپل کړ

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ محترم وزارت له لوري د ۲۰ ټیمونو ترمنځ په جوړو شوو سیالیو کې د کمپیوټر ټکنالوژۍ انستیتیوت زده‌کوونکو لومړی مقام خپل کړ. یاده سیالي د افغانستان په نړیوال. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۸ - ۱۵:۴۲
Background image

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ولایتي آمریتونو مالي مدیرانو ته روزنیز پروګرام پیل شو

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې د کارکوونکو چارو ریاست، د مالیې وزارت د متخصصینو په همکارۍ، د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو د ۳۴ ولایتونو د آمریتونو د مالي مدیرانو لپاره پنځه ورځنی د ظرفیت. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۸ - ۱۴:۴۲
Background image

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې د نشراتو رئیس له ولایتي مسئولینو سره آنلاین ناسته وکړه

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې د نشراتو رئیس، محترم اختر محمد عامر، په یوه انلاین ناسته کې د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو د زونونو له رئیسانو او د ولایتونو له تخنیکي آمرینو سره وکتل او خبرې. . .

BACK TO NEWS