د لیول کارۍ په اړه د پروان تخنيکي انسټيټوټ محصلينو د عملي زده کړو بهیر
د پروان ولایت تخنيکي انسټيټوټ د ساختماني څانګې محصلینو ته یاد ولايت مرکز ته د يو علمي سفر په ترڅ کې د ساختمان او ساختماند لیول کارۍ په اړه په عملي بڼه روزنه ورکړل شوه.
لارښود استاد د درس په ترڅ کې محصلینو ته د ساختمان د لیول کولو د څرنګوالي په اړه په مفصله توګه توضیحات وړاندې کړل او په دې برخه کې یې د نوموړو پوښتنو ته ځوابونه وویل.
د تخنیکي او مسلکي زده کړو په مرکزونو کې د روزنې لویه برخه عملي ده څرنګه چې د تخنیکي او مسلکي زده کړو د مرکزونو فارغان له فراغت وروسته په مستقیم ډول د کاربازار ته جذبیږي.
له همدې امله د تخنيکي او مسلکي زده کړو ادارې رهبري تل د تخنيکي او مسلکي زده کړو په مرکزونو کې د عملي زده کړو پر پياوړتيا ټينګار کوي.