د فراه ولایت کرنې او وترنرۍ انسټیټوټ محصلینو ته د حیواني درملو د تطبیق په اړه روزنه ورکړل شوه

media_admin
پنجشنبه ۱۴۰۴/۸/۸ - ۱۳:۴۲

د فراه ولایت کرنې او وترنرۍ انسټیټوټ د وترنرۍ څانګې محصلینو ته د تخنیکي او مسلکي زده کړو مرکزونو د عملي زده کړو په چوکاټ کې د حیواني درملو د تطبیق کولو د څرنګوالي په اړه په عملی بڼه روزنه ورکړل شوه.

دغه‌راز لارښود استاد د درس په ترڅ کې محصلینو ته د حیواني درملو د زرق کولو په اړه هم مفصل توضیحات وړاندې کړل او د محصلینو پوښتنو ته یې ځوابونه وویل.

د تخنیکي او مسلکي زده کړو په مرکزونو کې ډیری زده کړې عملي دي، له همدې امله د تخنیکي او مسلکي زده کړو د مرکزونو فارغین په مستقیم ډول د کار بازار ته جذبیږي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۶/۴ - ۱۵:۹
Background image

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې او یونیسف استازو ترمنځ ګډه ناسته ترسره شوه

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې او د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ صندوق (یونیسف) د استازو ترمنځ ګډه ناسته ترسره شوه. په دې ناسته کې د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې د بهرنیو اړیکو. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۶/۱ - ۱۰:۳۱
Background image

د کرنې څانګې د استادانو لپاره د ظرفیت لوړونې سیمینار پیل شو

د ننګرهار ولایت د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو آمریت مسئولین وایي چې د دې ولایت د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو مرکزونو د کرنې څانګې د استادانو لپاره د ظرفیت لوړونې شپږ ورځنی سیمینار پیل شو. د دغه. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۶ - ۱۴:۴۵
Background image

د عليشېرو او تريزایو کثیرالرشتوي لېسې کې د شین چای د کرکېلې بریالۍ تجربه ترسره شوه

د خوست ولایت د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو آمریت مسئولین وایي چې د لومړي ځل لپاره د دغه ولایت د عليشېرو او تريزایو کثیرالرشتوي لېسې په انګړ کې د شین چای آزمایښتي کرکېله ترسره شوه. د دې. . .

BACK TO NEWS