د شکر درې مسلکي لېسې زده کوونکو لپاره د ښوونیز نصاب چاپ او وېش
د کابل ولایت د شکردرې ولسوالۍ مسلکي لېسې کارکوونکو او زده کوونکو په یوه بې ساري اقدام کې د دغه ښوونیز مرکز ښوونیز نصاب چاپ کړ.
د شکردرې ولسوالۍ د شکردرې مسلکي لېسې مسوولین وايي، چې د ځوانانو د ملاتړ په موخه یې د شکر درې مسلکي لېسې درسي نصاب چاپ او وېشلی دی.
دا په داسې حال کې ده چې تر دې وړاندې هم د کابل ولایت دیارلسمې ناحیې انسټيټوټ مسوولینو هم په خپل لګښت د محصلینو انتقال په موخه د ترانسپورت زمینه برابره کړې.