د "سپینې امسا" نړیواله ورځ د تخنیکي او مسلکي زده کړو په اداره کې ونمانځل شوه

media_admin
یکشنبه ۱۴۰۲/۷/۲۳ - ۱۴:۲۵
TVETA

د تخنيکي او مسلکي زده کړو په اداره کې د سپنې امسا نړيواله ورځ (د نابینایانو نړيواله ورځ) ونمانځل شوه.

دغه مراسم د تخنيکي او مسلکي زده کړو ادارې سرپرست مولوي غلام حيدر شهامت او د نابينايانو د مسلکي انسټيټوټ د محصلينو او کارکوونکو په ګډون سره ونمانځل شوه.

په دغې برنامه کې د نابینایانو لپاره د هوساینې او خدماتي مؤسسې او د روښان زړو ټولنیز بنسټ مسئولینو هم حضور درلود.

د دغې برنامې په پیل کې د نابینایانو/ روښان زړو د مسلکي انسټیټوټ آمر نورمحمد فیضي خبرې وکړې او د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې د مشرتابه له ملاتړ څخه یې مننه وکړه.

نورو ويناوالو هم د نابینایانو قشر پر لا زيات ملاتړ ټينګار وکړ.

د تخنيکي او مسلکي زده کړو ادارې سرپرست په دغه مراسمو کې په خپلو خبرو کې وويل، چې نابینا کسان د خداى (ج) او د اسلام د ستر پيغمبر په وړاندې ځانګړى ځاى لري.

نوموړي همدارنګه وویل چې دا مهال د حکومت یو لوړ پوړی او مهم چارواکی نابینا دی او د ا.ا.ا حکومت هم دغه قشر ته ځانګړې پاملرنه کوي.

له بلې خوا ښاغلي شهامت همدا راز زیاته کړه چې د حج او اوقافو، مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ ... وزارتونو او ښاروالي  سره د هوکړه لیک په لاسلیکولو سره هڅه کوي چې د نابینایانو لپاره کار زمینه برابره کړي.

مولوي غلام حیدر شهامت د نابینایانو لپاره د بریل مطبعې/ د نابینایانو لپاره ځانګړې مطبعې د فعالولو په اړه هم خبرې وکړې او ویې ویل، د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې مشرتابه هڅه کوي چې د نابینایانو مسلکي انسټیټوت محصلینو لپاره د حرفوي زده کړو په برخه کې لا زیاتې اسانتیاوې برابرې کړي.

د مراسمو په پای کې د نابینایانو د مسلکي انسټیټوټ استادانو او کارکوونکو ته تقدیرپاڼې هم ورکړل شوې.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۶ - ۱۵:۵۵
Background image

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې نوی مدیریتي سیستم پرانیستل شو

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې د معلوماتي ټکنالوژۍ ریاست د یادې ادارې د رهبرۍ پلاوي، د ریاستونو د رئیسانو او یو شمېر کارکوونکو په ګډون په یوه غونډه کې د دې ادارې نوی مدیریتي سیستم. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۶ - ۹:۵۴
Background image

د پکتیا د خاصو زده‌کړو لېسې سره د ۱۴ زره ډالرو مرسته وشوه

د «اسلامیک هیلپ» مؤسسې په یوه مراسمو کې د پکتیا ولایت د خاصو زده‌کړو لېسې ته د ۱۴ زره امریکايي ډالرو په ارزښت ۶۲ قلمه اداري تجهیزات او ښوونیز توکي ډالۍ کړل. په هغو مراسمو کې چې په همدې. . .

شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۵ - ۱۱:۰
Background image

د کابل ښار په تخنیکي زده‌کړو مرکزونو کې اصلاحي، تربیوي او ښوونیزه برنامه پای ته ورسېده

هغه فکري، فرهنګي، اصلاحي او ښوونیز پروګرام چې د تنویر فکري او فرهنګي ادارې له لوري، د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې د ارشاد او دعوت ریاست په همکارۍ جوړ شوی و، پای ته ورسېد. په همدې. . .

BACK TO NEWS