د سرپل ولایت د تخنیکي او مسلکي زده کړو آمریت لخوا د سیرت النبی ﷺ آزموینه اخیستل شوه

media_admin
شنبه ۱۴۰۴/۷/۵ - ۱۱:۴۹

په سرپل ولایت کې د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې مسؤلین وایي چې د یاد ولایت د تخنیکي او مسلکي زده کړو مرکزونو د محصلینو، متعلمینو او کامندانو ترمنځ یې د سیرت النبي ﷺ سیالۍ ترسره کړه.

دغه ازموینه د سرپل ولایت د مقام دفتر رئیس په شمول د یو شمیر سیمه ایزو مسؤلینو په شتون کې ترسره شوه.

د سرپل تخنیکي او مسلکی زده کړو آمریت د دې آزموینې د ترسره کیدو موخه د اسلام ستر پیغمبر صلی الله علیه وسلم د سیرت په اړه د ځوان نسل د پوهاوي کچې لوړول ویلې دي.

د یادونې وړ ده چې د سرپل ولایت د بیلابیلو ولسوالیو څخه د تخنیکي او مسلکي زده کړو مرکزونو له ۴۰۰ تنو څخه زیاتو زده کونکو او کارمندانو په یادې آزموینه کې برخه اخیستې وه.

د مسؤلینو په وینا، د سیالۍ غوره ګډون‌والو ته جایزې او ډالۍ هم په پام کې نیول شوي دي.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۸/۲۳ - ۱۵:۲۱
Background image

د مجاهدینو د روزنې لپاره د ادارې او مدیریت څانګې تعلیمي نصاب بیاکتنه وشوه

د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې د تعلیمي نصاب ریاست مسؤلین وایي، چې د مجاهدینو د روزنې لپاره د ادارې او مدیریت څانګې د تعلیمي نصاب د بیاکتنې او پراختیا بهیر، د کابل پوهنتون له استادانو. . .

شنبه ۱۴۰۵/۸/۱۶ - ۱۳:۴۸
Background image

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې د دعوت او ارشاد ریاست له لوري اصلاحي غونډه جوړه شوه

د هېواد یوه دیني عالم، محترم مولوي هدایت‌الله، په یوه ښوونیزه غونډه کې د حضرت عمر فاروق (رضی‌الله‌عنه) د حکومتولۍ د څرنګوالي او په اسلامي نظام کې د کارکوونکو د مسؤلیتونو او مکلفیتونو په. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۸/۱۳ - ۱۱:۴۵
Background image

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو په اداره کې د جومات د جوړولو چارې تر ۳۰ سلنه ډېرې بشپړې شوي

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې په انګړ کې د جومات د جوړولو چارې د پام وړ پرمختګ لري او تر اوسه یې د ودانیزو چارو له ډلې تر ۳۰ سلنې ډېر کارونه بشپړ شوي دي. دغه پروژه د دې لپاره پیل شوې،. . .

BACK TO NEWS