د سروبي کثیرالرشتوي انسټیټوټ د فارغانو د فراغت غونډه ترسره شوه
د کابل په سروبي ولسوالۍ کې د کثيرالرشتوي انسټیټوټ د لسګونه تنه فارغانو د فراغت مراسم ترسره شول.
دوی د برښنا انجنیري، ساختماني انجینرۍ، کرنې، ادارې او مدیریت څخه فارغ شول.
د یادو زده کړیالانو د فراغت په مراسمو کې د هغوی کورنیو او علماوو ګډون کړی وو.
غونډه فارغانو ته د تصدیق پاڼو په ورکولو سره پای ته ورسیده.