د سرخرود مسلکي لېسې زده کوونکو ته د باغدارۍ په اړه په عملي بڼه روزنه ورکړل شوه

media_admin
دوشنبه ۱۴۰۳/۷/۲ - ۱۰:۰
TVETA

د ننګرهار ولایت اړوند د سرخرود ولسوالۍ کرنې مسلکي لېسې د یوولسم ټولګي زده کوونکو ته د قلمه کولو په اړه په عملي بڼه روزنه ورکړل شوه.

لارښود استاد نوموړو ته د درس په ترڅ کې د قلمه کولو د څرنګوالي په اړه په مفصله توګه توضیحات وړاندې کړل او د زده کونکو پوښتنو ته یې هم ځوابونه وویل.

عملي زده کړې له زده کوونکو سره مرسته کوي چې له فراغت وروسته په مستقیم ډول د کار بازار ته جذب شي، له همدې امله د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې رهبري تل هڅه کوي چې د تخنیکي او مسلکي زده کړو په مرکزونو کې د عملي زده کړو بهیر لا پیاوړی کړي.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۲ - ۱۱:۴۱
Background image

د لغمان ولایت د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو اداري ناسته ترسره شوه

د لغمان ولایت د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو آمریت اداري ناسته د مهمو اداري او ښوونیزو موضوعاتو د ارزونې او د مجاهدینو د پروګرام فعالیتونو د بیا پیل په اړه د اړینو پرېکړو نیولو په موخه ترسره. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۴/۱۴ - ۱۰:۰
Background image

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې پلاوي د شفا فارما ملي فابریکې له رئیس سره وکتل

له خصوصي سکتور سره د همکاریو پراختیا د هڅو په دوام کې، د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې د څېړنې او نوښت ریاست یوه پلاوي د شفا فارما ملي فابریکې له رئیس، ډاکټر نثار احمد ترکي، سره وکتل او. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۹ - ۱۳:۲۴
Background image

د ښکلو هنرونو او صنایعو انسټیټیوټ نندارتون پرانیستل شو

د ښکلو هنرونو او صنایعو انسټیټیوټ نندارتون نن په کابل کې د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې د یو شمېر مسؤلینو په حضور کې پرانیستل شو. دا نندارتون به درې ورځې دوام وکړي، چې پکې د ښکلو. . .

BACK TO NEWS