د زده کوونکو او زده کړیالانو چارو رئیس د زده کوونکو د جذب د زیاتوالي په اړه له ولایتی آمرینو سره خبرې وکړي
د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې د زده کوونکو او زده کړیالان چارو رئیس مفتي سید احسان الله قاسمي د دغه ادارې د یو شمېر ولایتي آمرینو سره په کتنه کې په مسلکي ښوونځیو او انسټیټونو کې د زده کوونکو د جذب پر زیاتوالي خبرې او اترې وکړې.
په دې کتنه کې چې د یادې ادارې مالي او حسابي رئيس مولوي نياز محمد مختار هم حضور درلود، د ولايتونو د تخنيکي او مسلکي زده کړو آمریتونو د بودجې په اړه هم خبرې وشوې.
همدا راز د ولایتونو آمرینو د یو شمېر تخنیکي او مسلکي زده کړو د مرکزونو د ملکیتونو په اړه هم خبرې وشوي.