د دایکندي ولایت اړوند د اشترلي ولسوالۍ کثیرالرشتوي لېسې له وضعیت څخه څارنه وشوه

media_admin
یکشنبه ۱۴۰۳/۷/۱۵ - ۱۴:۴۰
TVETA

د تخنيکي او مسلکي زده کړو ادارې د تخنیکي او مسلکي چارو مرستيال په مشرۍ يو پلاوي دایکندي ولایت ته د خپل سفر په ترڅ کې د یاد ولایت د اشترلي ولسوالۍ کثیرالرشتوي لېسې له وضعیت څخه څارنه وکړه.

نومړو د یاد ښوونیز مرکز له ټولو اسناد او کاري چارو څخه مرور او څارنه وکړه.

په همدې حال کې د اشترلي کثیرالرشتوي لېسې کارکوونکو او زده کوونکو خپلې ستونزې او اړتیاوې د تخنیکي او مسلکي زده کړو له پلاوي سره شریکې کړي.

یاد پلاوي د نوموړو د ستونزو او ننګونو د حل کولو د ژمنې تر څنګ، د یو شمیر موضوعاتو په اړه مسؤلینو ته لازمې لارښوونې هم وکړې.

دا په داسې حال کې ده چې د تخنيکي او مسلکي زده کړو ادارې پلاوي د باميان ولايت د تخنيکي او مسلکي زده کړو د مرکزونو د څيړنې له بشپړولو وروسته دایکندي ولایت ته تللي او په پام کې لري چې نورو ولايتونو ته هم سفر وکړي.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۳/۱۹ - ۱۵:۳۹
Background image

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې اکاډمیک بورډ ناسته ترسره کړه

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې اکاډمیک بورډ د دې ادارې د اکاډمیکو برخو د ستونزو او ننګونو د ارزونې او حل په موخه ناسته ترسره کړه. په دې ناسته کې د اکاډمیک بورډ د پخوانیو غونډو پرېکړې. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۳/۱۹ - ۱۳:۳۳
Background image

د لغمان د مرکز کثیرالرشتوي انسټیټوټ د زده‌کوونکو فراغت مراسم ترسره شول

د لغمان ولایت د مرکز کثیرالرشتوي انسټیټوټ ۱۷۵ تنه زده‌کوونکي د نېټورک، ډیټابېس، اګرانومي، ودانیو او برېښنا رسونې له څانګو فارغ شول. د پروګرام په پیل کې د انسټیټوټ آمر، قاري محمد اکرم. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۱۸ - ۹:۲۰
Background image

د کمپیوټر ساینس زده‌کوونکي د شبکې له تجهیزاتو سره بلد شول

د خوست ولایت مرکز کثیرالرشتوي انسټیټوټ د کمپیوټر ساینس څانګې زده‌کوونکو د عملي زده‌کړو (پراکتیک) د دوام په لړ کې د شبکې بنسټیزو تجهیزاتو په اړه عملي روزنه ترلاسه کړه. په دې روزنیز. . .

BACK TO NEWS