د خوست د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو آمریت لخوا د سلګونو معلوماتي بروشورونو وېش

media_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱۱/۷ - ۹:۵۰

د خوست ولایت د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو آمریت مسؤلین وایي، چې دوی د عامه پوهاوي د یوې برنامې په ترڅ کې او د خلکو د ذهنونو روښانولو په موخه، زر معلوماتي بروشورونه وېشلي دي.

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو پر لور د ځوانانو هڅول او د دې زده‌کړو د ارزښت په اړه د عامه پوهاوي لوړول، د دې برنامې له اساسي موخو څخه بلل شوي دي.

د دغه آمریت د مسؤلینو په وینا، ټاکل شوې ده چې دا پروګرام به د خوست ولایت په ګوټ ګوټ کې دوام ومومي.

دا په داسې حال کې ده، چې دا مهال د هېواد په کچه د اطلاعاتو او عامه اړیکو آمریت لخوا او د ولایتي تخنیکي آمریتونو په همکارۍ د تبلیغاتي بنرونو لګول روان دي.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۱ - ۱۰:۴۳
Background image

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې رئیس تخار ولایت ته سفر وکړ

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې رئیس، محترم الحاج مولوي غلام حیدر شهامت، تخار ولایت ته سفر وکړ. نوموړي د خپل سفر پر مهال د یاد ولایت د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو د مرکزونو له محصلینو،. . .

شنبه ۱۴۰۵/۵/۱۰ - ۱۱:۲۳
Background image

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې رئیس کندز ولایت ته سفر وکړ

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې رئیس، محترم مولوي غلام حیدر شهامت، د خپلو کاري او څارنیزو سفرونو په لړ کې کندز ولایت ته سفر وکړ. نوموړي په کندز ولایت کې له سیمه‌ییزو مسؤلینو او د تخنیکي. . .

شنبه ۱۴۰۵/۵/۱۰ - ۱۰:۳۳
Background image

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې اصلاحي غونډه ترسره شوه

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې د اصلاحي غونډو په دوام، نن د کابل پوهنتون استاد، محترم نصرمن‌الله مجاهد، د آخرت لپاره د چمتووالي او د مسلمانانو د دیني مسؤلیتونو په اړه وینا وکړه. نوموړي. . .

BACK TO NEWS