د خاورې او د هغې د ډولو په اړه د محصلینو د عملي زده کړو بهیر

media_admin
یکشنبه ۱۴۰۴/۴/۸ - ۱۴:۵۵
TVETA

د سرپل ولایت اړوند جنګل باغ تحقیقاتي فارم ته د علمي سفر په ترڅ کې د یاد ولايت کرنې او وترنرۍ مسلکي انسټيټوټ د کرنې څانګې محصلینو ته د خاورې او هغې د ډولونو په اړه په عملي بڼه روزنه ورکړل شوه.

لارښود استاد محصلینو ته د خاورې ډولونو، د خاورې پي ایچ، مضره حشرات او د مضره حشراتو د ساختمان  په اړه په عملي ډول توضیحات ورکړل همداراز د نوموړو پوښتنو ته یې ځوابونه هم وړاندې کړل.

د تخنيکي او مسلکي زده کړو په مرکزونو کې د زده کړو لویه برخه عملي ده، څرنګه چې د تخنيکي او مسلکي زده کړو د مرکزونو فارغان له فراغت وروسته په مستقيم ډول د کار بازار ته جزبیږي.

له همدې امله د تخنيکي او مسلکي زده کړو ادارې رهبري تل د تخنيکي او مسلکي زده کړو په مرکزونو کې د عملي زده کړو پر پياوړتيا ټينګار کوي.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۸ - ۱۵:۴۸
Background image

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې له لوري د نړیوالې غونډې جوړېدل

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې د اسلامي امارت د مسؤلینو، د لوړو زده‌کړو وزارت د استازو، ملي او نړیوالو بنسټونو، مؤسسو او د معلولیت لرونکو وګړو د ملاتړ کوونکو سازمانونو په ګډون، د. . .

شنبه ۱۴۰۵/۴/۲۷ - ۹:۵۳
Background image

د ننګرهار د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو آمریت او ملي بانک ترمنځ د همغږۍ او همکارۍ غونډه ترسره شوه

د ننګرهار ولایت د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو آمریت د همغږۍ د پیاوړتیا او د دوه اړخیزو همکاریو د پراختیا په موخه، د یاد ولایت د ملي بانک له مسؤلینو سره غونډه ترسره کړه. په دې غونډه کې دواړو. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۵ - ۱۰:۲۷
Background image

د ملګرو ملتونو پلاوي د بامیان د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو له مسؤلینو سره وکتل

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د سرمنشي ځانګړي استازي او د پراختیایي چارو مرستیال برونو لمارکیس په مشرۍ د ملګرو ملتونو یوه پلاوي، د بامیان ولایت د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو له آمر، استاد. . .

BACK TO NEWS