د تعلیمی او تحصیلی چارو رئیس د کابل د ښوونکو روزنې او اوتومیخانیکي انسټیټونو څخه لیدنه وکړه

media_admin
چهارشنبه ۱۴۰۱/۴/۱ - ۱۴:۵۱
نظارت

د تعلیمی او تحصیلی چارو  رئیس استاد ګل محمد سجاد د تعلیمی او تحصیلی څارنې او ارزونې رئیس لعل پادشاه فقیرزاده د کابل اتومیخانیکي او د ښوونکو روزني انسټیټونو د ازموینې له بهیر څخه لیدنه وکړه.

 د دې لیدنې موخه د دغو دوو روزنیزو مرکزونو د ازموینو د بهیر څارنه وه.

د تعلیمی او تحصيلي څارنې او ارزونې رئيس په ازموينو کې پر روڼتيا د ټينګار ترڅنګ وويل، چې ازموينې بايد په شفاف ډول ترسره شي، ترڅو د هېڅ زده کوونکي حق له لاسه ورنکړل شي.

د تعلیمی او تحصیلی چارو رئیس په روڼتيا د ټينګار تر څنګ وويل: "زده کوونکي د ښوونکي د زوی په څېر دي، نو هېڅ پلار نه غواړي چې ماشوم يې په ازموينه کې ناکام شي، موږ ستاسو د ازموينو د شفافيت د څارنې لپاره راغلي يو."

 ښاغلي سجاد زیاته کړه، چې د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې مشرتابه او د لوړو زده کړو وزارت په هڅو او همکارۍ توانېدلي، چې په دولتي پوهنتونو کې د انسټیټونو د فارغانو د داخلې سلنه راټیټه کړي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۴/۳۱ - ۱۱:۴۳
Background image

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې رئیس د روسیې له پلاوي سره ولیدل

نن له غرمې مخکې د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې رئیس، الحاج مولوي غلام حیدر شهامت، په خپل کاري دفتر کې د روسیې هېواد د آلتای پیداګوژیک پوهنتون له پلاوي سره لیدنه او خبرې وکړې. په دې. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۳۰ - ۸:۳۰
Background image

د ننګرهار ولایت اقتصاد ریاست سره د همغږۍ ناسته ترسره شوه

د ننګرهار ولایت د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو آمریت او د یاد ولایت د اقتصاد ریاست ترمنځ د ګډو همکاریو د پیاوړتیا او د دواړو ادارو ترمنځ د اړیکو د پراختیا په موخه د همغږۍ ناسته ترسره شوه. په. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۹ - ۱۱:۶
Background image

د لغمان محبس ته علمي کتابونه او مجلې ډالۍ شوې

د لغمان ولایت د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو آمریت د خپلو اړوندو ښوونیزو مرکزونو له لارې د بېلابېلو موضوعاتو په اړه ۴۴ ټوکه کتابونه او ۳۵ ټوکه علمي مجلې د لغمان ولایت د محبس آمریت ته ډالۍ. . .

BACK TO NEWS