د تخنیکی و مسلکی زده کړو ادارې د نصاب ریاست د نوي نصاب د تطبیق په اړه غونډه ترسره کړه
د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې د نصاب او ښوونکو د روزنې ریاست د نوي نصاب د تطبیق په اړه د کنړ ولایت د تخنیکي زده کړو آمریت له مسؤلینو سره آنلاین ناسته ترسره کړه.
دیادې ناستې په پیل کې محترم انجینر احمد نبي نایل د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې له خوا د چمتو شوي نوي نصاب د تطبیق د څرنګوالي په اړه خبرې وکړې.
هغه وويل، چې په نوي نصاب کې د روزنې تر څنګ عملي کارونو ته زياته پاملرنه شوې او مسوولين يې بايد په عملي کولو کې هڅې وکړي.
دا په داسې حال کې ده چې د تخنیکي او مسلکي زده کړو د مرکزونو د یو شمېر تحصیلي نصابونو د تعدیل طرحه نهايي شوې ده.