د تخنیکي او مسلکي زده کړو ملي ادارې تخنیک ټيم د یو لړ مراسمو په ترڅ کې وستایل شو

media_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۳/۴/۱۹ - ۱۴:۲۱
TVETA

د تخنيکي او مسلکي زده کړو ادارې اړوند يوه ټیم چې د چين هیواد د کمربند او لارې په نړيواله سيالۍ کې یې ګډون کړی و، د تخنیکي او مسلکي زده کړو ملي ادارې د مشرتابه لخوا وستایل شول.

نوموړو په نړیوالو سیالیو کې د افغانستان په استازیتوب ګډون درلود او وتوانیدل چې د روباټیک په برخه کې د ۶۱ بیلابیلوهېوادونو تر منځ د سیالیو په ترڅ کې څلورم مقام خپل کړي.

همدارنګه یاد ټيم د زرګرۍ په برخه د کمربند او لارې په نړیوالو سیالیو کې هم پنځم مقام خپل کړی.

د دې ترڅنګ ، د کمربند او لارې د سیالۍ تنظیم کونکو د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې یو تن استاد د سیالۍ لپاره د نړیوال دوار ( څارونکي ) په توګه هم وټاکه.

د تخنيکي او مسلکي زده کړو ملي ادارې سرپرست الحاج مولوي غلام حيدر شهامت د تخنیک ټيم د ستاینې په مراسمو کې وویل؛ چې دغه لاسته راوړنه د افغانستان غیور ولس لپاره ډېره ښه او مبارکه لاسته راوړنه ده.

ښاغلي مولوي شهامت وویل، د تخنیکي او مسلکي زده کړو اداره هڅه کوي چې د تخنیکي او مسلکي زده کړو په برخه کې د ځوانانو د ودې او پرمختګ لپاره لا زیات مناسب شرایط رامنځته کړي.

په همدې حال کې د تخنيکي او مسلکي زده کړو د ټيم په استازيتوب استاد زکريا عمري او استاد فريدون بختياري د کمربند او لارې د نړيوالې سيالۍ د ترسره کیدو د څرنګوالي په اړه توضیحات وړاندې کړل.

استاد عمري څرګنده کړه چې په دې سياليو کې د نوموړو ګډون بېلابېلې لاسته راوړنې درلودې. هغه زياته کړه، چې د څلورم مقام د ګټلو ترڅنګ يې نور مهارتونه هم زده کړي دي.

نوموړو استادانو زیاته کړه، که د تخنيکي او مسلکي زده کړو ادارې د زده کوونکو او ښوونکو لپاره زياتې اسانتياوې برابرې شي؛ دوی کولی شي ډیر څه ترلاسه کړي او نورو ډيرو لاسته راوړنو ته هم لاسرسي ومومي.

د پروګرام په پای کې ښاغلي مولوي غلام حیدر شهامت د خبریالانو پوښتنو ته هم ځوابونه وویل.

نوموړي دغه راز زياته کړه، چې په نړيوالو سياليو کې به د تخنيکي او مسلکي زده کړو ادارې د ښوونکو او زده کوونکو د ګډون د ودې او اسانتيا په برخه کې هېڅ ډول هڅې ونه سپموي.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۵/۱۷ - ۱۲:۱۳
Background image

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې کارکوونکو ته د روپاني مؤسسې له لوري د کارآفرینۍ پلاټفورم ور وپېژندل شو

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې د څېړنې او نوښت ریاست، د روپاني مؤسسې په همکارۍ، د «کارآفرینۍ پلاټفورم پېژندنې» تر سرلیک لاندې یو روزنیز پروګرام جوړ کړ. په دې پروګرام کې ګډونوالو ته د. . .

شنبه ۱۴۰۵/۵/۱۷ - ۱۰:۱
Background image

د تخنیکي او مسلکي زده کړو په اداره کې اصلاحي ناسته تر سره شوه

د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې د دعوت او ارشاد ریاست له لوري یوه اصلاحي او ښوونیزه ناسته د دې ادارې د یو شمېر مسؤولینو او کارکوونکو په ګډون ترسره شوه. په دې ناسته کې محترم مفتي امرالله. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۴ - ۱۵:۳۱
Background image

د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې رئیس د کار نړیوال سازمان او یوناما له پلاوي سره وکتل

د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې عمومي رئیس، الحاج مولوي غلام حیدر شهامت، په خپل کاري دفتر کې د کار نړیوال سازمان (ILO) او په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د مرستندویه پلاوي (یوناما) له. . .

BACK TO NEWS