د تخنیکي او مسلکي زده کړو د یوه ښوونیز مرکز محصلین په مخابراتو ریاست کې پر عملي زده کړو بوخت دي

media_admin
چهارشنبه ۱۴۰۴/۱/۲۷ - ۹:۱
TVETA

د لغمان ولایت اړوند مرکز د کثیرالرشتوي انسټیټوټ د ډیټابیس او شبکې څانګې محصلینو د یاد ولایت مخابراتو ریاست ته علمي سفر وکړ ترڅو د پرکتیکې دورې په ترڅ کې عملي روزنه ترلاسه کړي.

لارښود استاد په دې درسي جلسه کې، محصلینو ته د استحقاق،استعلاو او د اداري پیشنهاداتو چمتو کولو څرنګوالي په اړه مفصل توضیحات ورکړل.

ټاکل شوې چې محصلین به د مخابراتو ریاست کې د یوې پرکتیکې دورې په ترڅ کې د بیلابیلو اداري موضوعاتو په اړه روزنه ترلاسه کړي.

د عملي روزنو زده کړه له محصلینو سره مرسته کوي ترڅو نوموړي له فراغت وروسته د کار په بازار کې جذب شي.

له همدې امله، د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې رهبري تل هڅه کوي چې د تخنیکي او مسلکي زده کړو په مرکزونو کې د عملي زده کړو لړۍ نوره هم پیاوړې کړي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۳/۱۵ - ۱۱:۲۶
Background image

د پروان ولایت سیدخیلکثیرالرشتوي انسټیټوټ د محصلینو له لوري د عملي روزنو د زده کړې لړۍ

د پروان ولایت اړوند سید خیل ولسوالۍ کثیرالرشتوي انسټیټوټ د وترنرۍ څانګې محصلینو د عملي زده کړو په چوکاټ کې د حشراتو په اړه روزنه ترلاسه کړه. پدې جلسه کې، لارښود استاد محصلینو ته د. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۳/۱۵ - ۹:۴۰
Background image

د تخنیکي او مسلکي زده کړو په یوه ښووونیز مرکز کې د عملي زده کړو لړۍ

د کاپیسا ولایت اړوند«حصه اول کوهستان» کرنې او وترنرۍ انسټيټوټ د وترنرۍ څانګې محصلینو ته د حیواني ناروغیو د درملنې او جراحۍ په اړه په عملي بڼه روزنه ورکړل شوه. د لارښود استاد تر نظر. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۳/۱۵ - ۹:۳۴
Background image

۳۰ تنه محبوسین د مبایل رغونې« ترمیم مبایل» له لنډمهاله حرفوي پروګرام څخه فارغ شول

د مبایل رغونې«ترمیم مبایل» څانګې لنډمهاله حرفوي روزنیز پروګرام، چې څه موده وړاندې د زابل ولایت د تخنیکي او مسلکي زده کړو آمریت لخوا د یاد ولایت په محبس کې پیل شوی و، پای ته ورسید. په دې. . .

BACK TO NEWS