د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې پلاوي لخوا د هلمند ولایت مرکز اړوند ادارې او حسابدارۍ انسټيټوټ له وضعیت څخه څارنه وشوه

media_admin
پنجشنبه ۱۴۰۳/۸/۳ - ۱۳:۱۲
TVETA

د تخنيکي او مسلکي زده کړو ادارې د تخنيکي او مسلکي چارو مرستيال مولوي غلام سعيد احساس په مشرۍ يوه پلاوى هلمند ولايت ته د خپل سفر په ترڅ کې د یاد ولايت د مرکز اړوند ادارې او حسابدارۍ له انسټيټوټ څخه ليدنه وکړه.

نوموړی پلاوي د هلمند ولایت د مرکز اړوند ادارې او حسابدارۍ انسټيټوټ له ټولو تحصیلي اسنادو او کاري چارو څخه څارنه وکړه.

په پام کې ده چې دغه پلاوی به د هلمند ولایت د تخنیکي او مسلکي زده کړو له ټولو مرکزونو څخه لیدنه وکړي او د یادو مرکزونو ستونزو او ننګونو ته رسیدګي وکړي.

تر دې وړاندې دغه پلاوي نیمرور، غور، دايکنډي، باميان او فراه ولايتونو ته سفرونه کړي او په یاد شويو ولايتونو کې يې د تخنيکي او مسلکي زده کړو د مرکزونو وضعيت څېړلى دى.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۲ - ۱۱:۴۱
Background image

د لغمان ولایت د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو اداري ناسته ترسره شوه

د لغمان ولایت د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو آمریت اداري ناسته د مهمو اداري او ښوونیزو موضوعاتو د ارزونې او د مجاهدینو د پروګرام فعالیتونو د بیا پیل په اړه د اړینو پرېکړو نیولو په موخه ترسره. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۴/۱۴ - ۱۰:۰
Background image

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې پلاوي د شفا فارما ملي فابریکې له رئیس سره وکتل

له خصوصي سکتور سره د همکاریو پراختیا د هڅو په دوام کې، د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې د څېړنې او نوښت ریاست یوه پلاوي د شفا فارما ملي فابریکې له رئیس، ډاکټر نثار احمد ترکي، سره وکتل او. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۹ - ۱۳:۲۴
Background image

د ښکلو هنرونو او صنایعو انسټیټیوټ نندارتون پرانیستل شو

د ښکلو هنرونو او صنایعو انسټیټیوټ نندارتون نن په کابل کې د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې د یو شمېر مسؤلینو په حضور کې پرانیستل شو. دا نندارتون به درې ورځې دوام وکړي، چې پکې د ښکلو. . .

BACK TO NEWS