د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې له لوري ناشنوایانو «کاڼو» ته د معیاري انسټیټوټ پرانیستل

media_admin
شنبه ۱۴۰۴/۷/۱۹ - ۱۱:۴۵

د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې، د ترکیې هیواد «تیکا» موسسې سره په همکارۍ، په کابل ښار کې د ناشنوا«کاڼو»  وګړو لپاره د غوره زده کړو وړاندې کولو په موخه څلور معیاري ټولګي پرانیستل.

د مالي او اداري چارو مرستیال مفتي فضل الرحمن فاضل د ښوونیزو ټولګیو په پرانیست غونډه کې وویل چې د تخنیکي او مسلکي زده کړو اداره ژمنه ده ترڅو په هېواد کې غوره تخنیکي او مسلکي زده کړو ته زمینه برابره کړي.

د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې د مالي او اداري چارو مرستیال همداراز د دې ټولګیو د جوړولو او تجهیز کولو په برخه کې د ترکیې هیواد د «تیکا» موسسې له همکارۍ څخه قدرداني وکړه.

په ورته وخت کې په افغانستان کې د ترکیې هیواد سفیر «جنک اونال» په دې مراسمو کې وویل چې افغانستان او ترکیه له ډیرو کلونو راهيسې د دوستۍ او ورورګلوۍ اړیکې لري.

ښاغلي اونال د افغانستان سره په بیلابیلو ډګرونو کې د لا زیاتو همکاریو ډاډ ورکړ.

دغه راز د تیکا موسسې مشر فضل آکن اردوغان، په دې مراسمو کې وویل چې نوموړو د ناشنوایانو «کاڼو» لپاره استندرد او معیاري ټولګي جوړ کړي، او له دې وروسته کاڼه کسان کولای شي مسلکي زده کړې په غوره ډول او د نړیوالو معیارونو سره سم ترلاسه کړي.

د کابل د ناشنوایانو مسلکي انسټیټوټ زده کوونکي هم د ښوونیزو ټولګیو د تجهیز کولو او جوړولو په اړه وايي چې اوس هغوی کولای شي د اړیکو او ژبنیز مهارتونه په سمه توګه زده کړي.

د کابل په ناشنوایانو مسلکي انسټیټوټ کې د ناشنوایانو د غوره زده کړو لپاره په کمپیوټرونو سمبال څلور معیاري ټولګي پرانیستل شول، او همدارنګه ددې انسټیټوټ زده کوونکو د نقاشۍ او خطاطۍ په شمول هنري آثار د درې ورځني نندارتون په ترڅ کې نندارې ته وړاندې شول.

په همدې حال کې، د کابل ولایت د تخنیکي او مسلکي زده کړو آمر وویل چې د کابل ښار د ناشنوایانو مسلکي انسټیټوټ په دوو درسي وختونو کې د شاوخوا ۴۰۰ زده کوونکو ظرفیت لري.

د دې پروګرام په بله برخه کې، د اسلامي ګالري درې ورځنی نندارتون هم پرانستل شو، چې پکې د کابل ښار د ناشنوایانو مسلکي انسټیټوټ د زده کوونکو لخوا د نقاشۍ، خطاطۍ او رسامۍ هنري آثار نندارې ته وړاندې شول.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۱/۹ - ۱۶:۴۱
Background image

د نوي تعلیمي او زده‌کړیز کال پیل په مناسبت د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې ناسته ترسره شوه

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې د ۱۴۰۵ لمریز تعلیمي کال د پیل په مناسبت د دې ادارې کارکوونکو په ګډون ناسته ترسره کړه. د ولایتونو تخنیکي آمریتونو او د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو د زونونو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۱/۵ - ۱۰:۲۲
Background image

په قرغیو کثیرالرشتوي انسټیټیوټ کې د نباتي درملو جوړولو او کارولو عملي زده‌کړه ترسره شوه

د لغمان ولایت قرغیو ولسوالۍ کثیرالرشتوي انسټیټیوټ یو تن ښوونکي د نباتي افتونو مخنیوي لپاره نباتي درمل جوړ کړل او د هغو کارولو څرنګوالی یې زده‌کوونکو ته تشریح کړ. نوموړي همدارنګه زده. . .

شنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۳ - ۱۰:۴
Background image

د لغمان ولایت د مرکز تخنیکي لېسه کې د بریښنایي وسایلو ترمیم

د لغمان ولایت د مرکز تخنیکي او مسلکي لېسې زده‌کوونکو ته د برقي وسایلو د عیب موندنې او ترمیم څرنګوالی لکه د «کاليو مینځلو ماشین» په عملي ډول ور وښودل شو. د برېښنا څانګې استاد د کاليو. . .

BACK TO NEWS