د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې له ادارې او مدیریت روزنیز پروګرام څخه د ۲۵۶۲ مجاهدینو فراغت

media_admin
یکشنبه ۱۴۰۴/۹/۲ - ۱۰:۷

په کونړ ولایت کې د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې له ادارې او مدیریت روزنیز پروګرام څخه د ۲۵۶۲ مجاهدینو فراغت‌غونډه ترسره شوه.

په دې مراسمو کې د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې رئیس الحاج مولوي غلام حیدر شهامت او د کونړ ولایت یو شمیر سیمه ییزو چارواکو ګډون کړی و او ویناوې یې هم وکړې.

ښاغلي مولوي غلام حیدر شهامت د مجاهدینو فراغت‌غونډه کې د وینا پر مهال وویل چې دا پروګرام د افغانستان ا.ا یو له مهمو لاسته راوړنو څخه دی.

نوموړي زیاته کړه چې عالیقدر امیرالمومنین حفظه‌الله د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې لخوا د مجاهدینو روزنیزې طرحې له پلي کیدو څخه هرکلی او قدردانی کړې ده.

د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې محترم رئیس دغه‌راز څرګنده کړه چې "اوس مجاهدین د ادارې او مدیریت مهارتونه په په بنسټيز ډول زده کړي او کولی شي په بیلابیلو برخو کې کار وکړي."

د مراسمو په دوام کې، د کونړ ولایت د علماوو شورا رئیس د مجاهدینو لپاره د ښوونیزو فرصتونو برابرولو په برخه کې د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې د رهبرۍ له هڅو څخه مننه او قدرداني وکړه.

د مراسمو نورو ویناوالو هم د مجاهدینو لپاره د مدیریتي زده کړو وړاندې کولو په اهمیت ټینګار وکړ او زیاته یې کړه چې د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې رهبري د دې ارزښتناکو خدماتو په پار د ستاینې وړ دي.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۹ - ۱۴:۲۰
Background image

د چک کثیرالرشتوي انسټیټوټ او وردګو پوهنتون ترمنځ علمي همکارۍ هوکړه‌لیک لاسلیک شو

د میدان وردګو ولایت د چک کثیرالرشتوي انسټیټوټ او د دغه ولایت د وردګو پوهنتون ترمنځ د علمي همکاریو د پراختیا په موخه هوکړه‌لیک لاسلیک شو. دغه هوکړه‌لیک د وردګو پوهنتون د علمي او محصلانو. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۹ - ۱۴:۱۶
Background image

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو د زونونو د کارکوونکو لپاره د ظرفیت لوړونې پروګرام پیل شو

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې د کارکوونکو چارو ریاست د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو د ۸ زونونو د کارکوونکو لپاره د ظرفیت لوړونې روزنیز پروګرام جوړ کړ. په دې پروګرام کې د هېواد د تخنیکي او. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۶ - ۱۱:۲
Background image

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې او د افغانستان او ایران ګډې خونې ترمنځ د همکاریو پراختیا

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې یوه پلاوي، له خصوصي سکټور او اقتصادي بنسټونو سره د اړیکو د پیاوړتیا په موخه، د افغانستان او ایران د ګډې خونې له مشرتابه سره وکتل او خبرې یې وکړې. په دې. . .

BACK TO NEWS