د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې سرپرست کابل له والي سره وکتل

media_admin
یکشنبه ۱۴۰۲/۹/۵ - ۱۲:۵۶
tveta

د تخنيکي او مسلکي زده کړو ادارې سرپرست مولوي غلام حيدر شهامت د کابل له والي شيخ محمد قاسم خالد سره وکتل او خبرې اترې یې ورسره وکړې.

په دغې ناسته کې د پوهنې رئیس او د کابل د ځمکو ریاست استازي هم حضور درلود.

په دغې کتنه کې ښاغلي مولوي شهامت په کابل ولایت کې د تخنیکي او مسلکي زده کړو د مرکزونو د ځمکو تثبیت په اړه خبرې وکړې او په دې اړه یې د پاملرنې غوښتنه وکړه.

د دغې غونډې په دوام کې د کابل والي د تخنيکي او مسلکي زده کړو ادارې سرپرست ته ډاډ ورکړ چې د کابل ولايت د تخنيکي او مسلکي زده کړو د مرکزونو ټولو ستونزو ته به پاملرنه وکړي.

ښاغلي محمد قاسم خالد د هېواد په اقتصادي وده کې د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې رول مهم وباله او له دې ادارې سره یې د لا زیاتو همکاریو ډاډ ورکړ.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۳/۱۶ - ۱۵:۴۴
Background image

د زابل ولایت د ارغنداب کثیرالرشتوي لېسې د درسي کتابونو ستونزه حل شوه

د زده‌کړو د بهیر ښه‌والي او زده‌کوونکو ته د اړینو اسانتیاوو د برابرولو په موخه، د زابل ولایت ارغنداب ولسوالۍ کثیرالرشتوي لېسې د درسي کتابونو کمښت ستونزه د زابل د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۳/۱۴ - ۱۲:۱۹
Background image

د خدماتي کارکوونکو لپاره د ظرفیت لوړونې روزنیز پروګرام ترسره شو

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د ټورېزم او هوټلدارۍ انسټیټوټ له لوري، د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې د پلان او ستراتیژیکې همغږۍ ریاست په مرسته، د خدماتي کارکوونکو د ظرفیت لوړونې روزنیز. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۳/۱۴ - ۹:۸
Background image

د غزني په زراعت او وترنرۍ انسټیټیوټ کې د یو پسه بریالی عملیات ترسره شو

د غزني ولایت د زراعت او وترنرۍ انسټیټیوټ استادانو او محصلینو د یوې عملي روزنیزې جلسې په ترڅ کې وتوانېدل د یو پسه چې د پلاستیکي موادو خوړلو له امله یې د هاضمې سیستم بند شوی و په. . .

BACK TO NEWS