د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې سرپرست پروان ته سفر وکړ

media_admin
چهارشنبه ۱۴۰۲/۹/۱۵ - ۱۰:۲۳
tveta

ښاغلي غلام حیدر شهامت، د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې سرپرست د تخنیکي او مسلکي زده کړو مرکزونو د وضعیت د څېړلو لپاره پروان ولایت ته سفر کړی دی.

ددغه سفر موخه د تخنیکي او مسلکي مرکزونو د وضعیت څېړل، او د هغوی د اړتیاو پوره کول بیان شوي دي.

په همدې حال کې، مولوي محمدزی رسولي، د پروان ولایت د تخنیکي او مسلکي زده کړو آمر د یاد ولایت د تخنیکي او مسلکي زده کړو د وضعیت په هکله راپور وړاندې کړ.

د پروان تخنیکي آمر د تخنیکی او مسلکي زده کړو ادارې له سرپرست سره په لیدنه کې؛ په ډېری مرکزونو کې د اوبو او برق نشتون اساسي ستونزې وبللې.

له بل پلوه، دغه هیأت د پروان د تخنیکي آمریت، پلان او تدارکاتي اسناد وکتل، او د کارکوونکو سوانح یې هم و ارزولې.

ددغه ناستې په پای کې؛ د تخنیکي او مسلکي زده کړو سرپرست، د پروان تخنیکي آمریت د اړتیاو د پوره کېدلو ترڅنګ مسؤلینو ته په ځینو موضوع ګانو کې لازمې لارښوونې وکړې.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۱/۲۵ - ۱۵:۳۲
Background image

د لغمان تخنیکي لېسې زده‌کوونکو ته عملي زده‌کړه ورکړل شوه

د لغمان ولایت مرکز تخنیکي او مسلکي لېسې د برېښنا څانګې زده‌کوونکو په یوه درسي ناسته کې د برېښنا اړوند مهمو موضوعاتو لکه سیم‌غڅونې، د برقي مدارونو تشخیص او ترمیم، او د برېښنا خوندیتوب په. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۳ - ۸:۵۱
Background image

زده‌کوونکو ته د مهمو اداري موضوعاتو په اړه عملي زده‌کړه ورکړل شوه

د لغمان ولایت ادارې او حسابدارۍ انسټیټیوټ زده‌کوونکو د یو علمي سفر په ترڅ کې د یاد ولایت ښاروالۍ ته ولاړل او هلته یې د بېلابېلو اداري موضوعاتو په اړه عملي زده‌کړه ترلاسه کړه. لارښود. . .

شنبه ۱۴۰۵/۱/۲۲ - ۱۰:۵۹
Background image

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې کارکوونکي وستایل شول

نن د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې د ارشاد او دعوت ریاست په اصلاحي غونډه کې د دې ادارې یو شمېر کارکوونکي وستایل شول. دا پروګرام د دیني مسایلو ازموینې د پایلو اعلان په موخه جوړ شوی و، چې. . .

BACK TO NEWS