د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې سرپرست د پروان تخنيکي انسټیټوټ څخه لیدنه وکړه

media_admin
چهارشنبه ۱۴۰۲/۹/۱۵ - ۱۴:۶
tveta

د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې سرپرست ښاغلي مولوي غلام حیدر شهامت د پروان ولایت د تخنیکي او مسلکي زده کړو له مرکزونو څخه د لیدنې په ترڅ کې د یاد ولایت په مرکز کې د تخنیکي انسټیټوټ وضعیت بررسي کړ.

دغه راز د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې پلاوي د پروان د تخنیکي انسټیټوټ د محصلینو د آزموینې له بهیر څخه لیدنه وکړه او د هغوی د ستونزو او اړتیاوو په اړه یې له یو شمېر محصلینو سره یې په مستقیمه توګه خبرې اترې وکړې.

ولایتونو ته د نوموړي پلاوي د سفر موخه د ستونزو څېړل او د تخنیکي او مسلکي مرکزونو د اړتیاوو د حل د څرنګوالي معلومول دي.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۶ - ۱۵:۵۵
Background image

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې نوی مدیریتي سیستم پرانیستل شو

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې د معلوماتي ټکنالوژۍ ریاست د یادې ادارې د رهبرۍ پلاوي، د ریاستونو د رئیسانو او یو شمېر کارکوونکو په ګډون په یوه غونډه کې د دې ادارې نوی مدیریتي سیستم. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۶ - ۹:۵۴
Background image

د پکتیا د خاصو زده‌کړو لېسې سره د ۱۴ زره ډالرو مرسته وشوه

د «اسلامیک هیلپ» مؤسسې په یوه مراسمو کې د پکتیا ولایت د خاصو زده‌کړو لېسې ته د ۱۴ زره امریکايي ډالرو په ارزښت ۶۲ قلمه اداري تجهیزات او ښوونیز توکي ډالۍ کړل. په هغو مراسمو کې چې په همدې. . .

شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۵ - ۱۱:۰
Background image

د کابل ښار په تخنیکي زده‌کړو مرکزونو کې اصلاحي، تربیوي او ښوونیزه برنامه پای ته ورسېده

هغه فکري، فرهنګي، اصلاحي او ښوونیز پروګرام چې د تنویر فکري او فرهنګي ادارې له لوري، د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې د ارشاد او دعوت ریاست په همکارۍ جوړ شوی و، پای ته ورسېد. په همدې. . .

BACK TO NEWS