د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې سرپرست د فراه له والي سره ولیدل

media_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۲/۱۲/۱ - ۱۴:۵
tveta

د ښاغلي مولوي غلام حیدر شهامت په مشرۍ د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې پلاوي د فراه ولایت له والي سره لیدنه او خبرې اترې وکړې.

په دغه لیدنه کې دواړو لورو، د تخنیکي او مسلکی زه کړو مرکزونو د اړتیاو پوره کولو او ستونزو په حل بحث وکړ.

د تخنیکي او مسلکی زده کړو ادارې سرپرست د ناستې په پیل کې د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې په هکله توضیحات ورکړل، او د دغه ادارې د لاسته راوړنو په هکله یې خبرې وکړې.

نوموړي د تخنیکي او مسلکی زده کړو ادارې د نوښتونو په مرکز کې جوړ شوي موټر ته په اشارې سره وویل چې دغه اداره د هېواد په پرمختګ او ځان بساینه کې خورا مهم رول لري.

همدارنګه ښاغلي مولوي شهامت د مجاهدینو د طرحې یادونه هم وکړه، زیاته یې کړه چې د دغه طرحې پر بنسټ مجاهدینو ته د زده کړې فرصتونه برابریږي.

له بلې خوا، مولوي غوث الدین رهبر، د فراه والي د تخنیکي او مسلکی زده کړو ادارې د لاسته راوړنو او پروګرامونو ستاینه وکړه، او په یاد ولایت کې د مجاهدینو طرحې د پلي کولو په هکله یې ډاډ ورکړ.

نوموړي زیاته کړه چې د هېواد په  پرمختګ کې د تخنیکي او مسلکی زده کړو ادارې رول ډېر مهم او اړین دی، او پاید په ټولو برخو کې د دغه زده کړو ملاتړ وشي.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۲ - ۱۱:۴۱
Background image

د لغمان ولایت د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو اداري ناسته ترسره شوه

د لغمان ولایت د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو آمریت اداري ناسته د مهمو اداري او ښوونیزو موضوعاتو د ارزونې او د مجاهدینو د پروګرام فعالیتونو د بیا پیل په اړه د اړینو پرېکړو نیولو په موخه ترسره. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۴/۱۴ - ۱۰:۰
Background image

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې پلاوي د شفا فارما ملي فابریکې له رئیس سره وکتل

له خصوصي سکتور سره د همکاریو پراختیا د هڅو په دوام کې، د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې د څېړنې او نوښت ریاست یوه پلاوي د شفا فارما ملي فابریکې له رئیس، ډاکټر نثار احمد ترکي، سره وکتل او. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۹ - ۱۳:۲۴
Background image

د ښکلو هنرونو او صنایعو انسټیټیوټ نندارتون پرانیستل شو

د ښکلو هنرونو او صنایعو انسټیټیوټ نندارتون نن په کابل کې د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې د یو شمېر مسؤلینو په حضور کې پرانیستل شو. دا نندارتون به درې ورځې دوام وکړي، چې پکې د ښکلو. . .

BACK TO NEWS