د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې سرپرست د "افرن" مؤسسې له مسوول سره خبرې اترې وکړې

media_admin
چهارشنبه ۱۴۰۲/۶/۲۹ - ۱۰:۳۷
TVETA

د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې سرپرست مولوي غلام حیدر شهامت د فرانسوي مؤسسې"افرن" (فرانسې-افغانستان دوستي) له مسئول سره وکتل.

په دغې کتنه کې د افرن مؤسسې او د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې ترمنځ د همکاریو پر برخو خبرې وشوې.

ښاغلي شهامت لومړی د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې او د دغې ادارې د لاسته راوړنو په اړه خبرې وکړې.

 نوموړي وويل، چې د تخنيکي او مسلکي زده کړو اداره په ټول هېواد کې د انسټیټونو او مسلکي لېسو په ګډون ٣٧٢ ښوونيز مرکزونه لري او په يادو مرکزونو کې په ٧٣ څانګو کې مسلکي کسان روزل کېږي.

ښاغلي شهامت په ډاګه کړه، چې د تخنیکي او مسلکي زده کړو اداره د نابینایانو او ناشنوایانو د زده کړې لپاره ۱۶ ښوونیز مرکزونه لري. نوموړي زياته کړه، چې په يادو مرکزونو کې د نابینایانو او ناشنوایانو زده کوونکو لپاره د ترانسپورت په ګډون ټولې اسانتياوې برابرې دي.

د تخنيکي او مسلکي زده کړو ادارې سرپرست زياته کړه، چې په تېرو شلو کلونو کې د فساد له امله په دغه اداره هېڅ کار نه دى شوى.

ښاغلي شهامت زیاته کړه چې په تېرو دوو کلونو کې د تخنیکي او مسلکي زده کړو اداره ښې لاسته راوړنې لري. د بریل مطبعې فعالول، د ۵۰۰ زره کتابونو چاپول، د نصاب بیاکتنه او د نوښت مرکز جوړول په تېرو دوو کلونو کې د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې له لاسته راوړنو څخه دي.

د تخنيکي او مسلکي زده کړو ادارې سرپرست زياته کړه، چې د يو نمونوي معياري انسټیټوټ جوړول او د کار بازار له اړتياوو سره سم د ښوونيز نصاب تنظیم د دغې ادارې له راتلونکو پلانونو څخه دي.

ورپسې د افرن مؤسسې مسئولې پولین له پونت خبرې وکړې او ویې ویل چې دا مؤسسه یوازې په افغانستان کې فعالیت کوي او د ښوونې او روزنې په برخه کې کار کوي. هغې د باميانو ورس ولسوالۍ د کرنې مسلکي لېسې د ودانۍ او د ښوونيزو ورکشاپونو د جوړولو په ګډون د دغې مؤسسې تېرو همکاريو ته اشاره وکړه.

د افرن مؤسسې مسئولې وویل، دغه مؤسسه په پام کې لري چې د کرنې په برخه کې یوه پروژه پیل کړي.

نوموړې همدارنګه د نابینایان او ناشنوایانو زده کوونکو د ملاتړ او د تخنیکي او مسلکي زده کړو په مرکزونو کې د زده کړو د امکاناتو د برابرولو یادونه هم وکړه.

ښاغلي شهامت د نابینایانو او ناشنوایانو زده کوونکو د ملاتړ په برخه کې وویل، اړینه ده چې لومړی باید د دغو زده کوونکو د اورېدلو او لیدلو کچه او همدا راز د دوی رواني حالت وڅیړل شي او د دوی د وضعیت ته په پام سره جلا جلا ټولګیو کې تنظیم شي.

د افرن مؤسسې مسئول دغه راز زياته کړه، چې دغه مؤسسه به د باميانو په ورس ولسوالۍ کې د کرنې مسلکي لېسې ودانۍ د بيارغونې په ګډون د خپلې پخوانۍ پروژې پلان لټه وکړي.

د تخنيکي او مسلکي زده کړو ادارې له افرن مؤسسې سره د همکارۍ ډاډ ورکړ او ويې ويل، که چېرې د همکارۍ هوکړه لیک ته اړتيا وي، دا موضوع دې د اړوندو مراجعو له خوا تعقيب شي.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۶ - ۹:۵۴
Background image

د پکتیا د خاصو زده‌کړو لېسې سره د ۱۴ زره ډالرو مرسته وشوه

د «اسلامیک هیلپ» مؤسسې په یوه مراسمو کې د پکتیا ولایت د خاصو زده‌کړو لېسې ته د ۱۴ زره امریکايي ډالرو په ارزښت ۶۲ قلمه اداري تجهیزات او ښوونیز توکي ډالۍ کړل. په هغو مراسمو کې چې په همدې. . .

شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۵ - ۱۱:۰
Background image

د کابل ښار په تخنیکي زده‌کړو مرکزونو کې اصلاحي، تربیوي او ښوونیزه برنامه پای ته ورسېده

هغه فکري، فرهنګي، اصلاحي او ښوونیز پروګرام چې د تنویر فکري او فرهنګي ادارې له لوري، د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې د ارشاد او دعوت ریاست په همکارۍ جوړ شوی و، پای ته ورسېد. په همدې. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۰ - ۹:۳۱
Background image

د څېړنې او نوښت ریاست مسؤلینو له څه باندې ۲۰ تولیدي او صنعتي شرکتونو سره لیدنې وکړې

د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې د څېړنې او نوښت ریاست مسؤلینو د امام ابوحنیفه (رحمه‌الله) د پنځم ملي او نړیوال نندارتون په څنډه کې د څه باندې ۲۰ تولیدي او صنعتي شرکتونو او د خصوصي سکتور. . .

BACK TO NEWS