د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې د یو کال لاسته راوړنو راپور وڅیړل شو
د تخنيکي او مسلکي زده کړو ادارې د يو کال لاسته راوړنو راپور په هغې غونډه کې چې د دې ادارې د سرپرست مولوي غلام حیدر شهامت په مشرۍ او مرستيالانو ګډون کړی وو وړاندې شو.
په دغه ناسته کې د دې راپور پر ټولو برخو په تفصیل سره خبرې وشوې او ښاغلي شهامت د راپور په برخو کې د اصلاحاتو راوستلو په پار لازمې لارښوونې وکړې.
په غونډه کې مرستیالانو او نورو ګډونوالو هم د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې د یو کال لاسته راوړنو راپور په اړه خپل نظرونه او وړاندیزونه شریک کړل.
ټاکل شوې دغه راپور د حکومت د اطلاعاتو او رسنیو په مرکز کې وړاندې شي.