د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې د علمي بورډ غونډه جوړه شوه

media_admin
چهارشنبه ۱۴۰۳/۳/۲ - ۱۶:۳۳
tveta

د تخنيکي او مسلکي زده کړو ادارې د علمي بورد غونډه د یادې ادارې د تخنيکي او مسلکي چارو مرستيال محترم مولوي غلام سعيد احساس په مشرۍ جوړه شوه.

په دې غونډه کې د اجنډا سره سم د 1403 هجري لمریز کال د عملیاتي پلان په اړه همغږي او تعدیل وشو. د پلان جوړونې او ستراتیژیکو همغږۍ ریاست له مسوولینو سره د تخنیکي او مسلکي چارو په اړه خبرې وشوې. په دې اړه ګډونوالو خپل نظرونه شریک کړل.

په دې غونډه کې د رياستونو په کاري چارو کې د لاسوهنې د مخنيوي په موخه پرېکړه وشوه، تر څو هر رياست خپل فعاليتونه د بوديجې او د ادارې له اساسي موخو سره سم په معین وقت کې ترسره کړي.

د تخنیکی او مسلکی زده کړو ادارې د تخنيکي او مسلکي چارو مرستيال د دې ادارې د ټولو رياستونو ترمنځ پر لازمې همغږۍ ټينګار وکړ او ويې ويل، چې ټول کارکوونکي بايد د همکارۍ په روحيه عمل وکړي.

غونډه په دعا سره پای ته ورسیده.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۳/۳۱ - ۹:۱۴
Background image

د چپرهار زراعت انسټیټیوټ د محصلینو د فراغت مراسم ترسره شول

د ننګرهار ولایت د چپرهار زراعت انسټیټیوټ د محصلینو فراغت مراسم د سیمه‌ییزو مسؤلینو، علماوو، قومي مشرانو، د محصلینو کورنیو او یو شمېر ځوانانو په حضور کې ترسره شول. د فراغت په مراسمو کې. . .

شنبه ۱۴۰۵/۳/۳۰ - ۱۰:۴۷
Background image

د استاد مؤمن حکیمي وینا د الله تعالی سره د بندګانو د عهد او پیمان په اړه

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې د اصلاحي او تربیوي غونډو په لړۍ کې، استاد حمزه مؤمن حکیمي د الله تعالی سره د مسلمانانو د عهد او پیمان په اړه وینا وکړه. نوموړي د سورة الفاتحې مبارکو. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۳/۲۶ - ۸:۴۱
Background image

د میخانیکي انسټیټیوټ زده‌کوونکو لپاره د کارموندنې مهارتونو سیمینار ترسره شو

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې د څېړنې او نوښت ریاست په مرسته، د کابل ولایت د میخانیکي انسټیټیوټ د یو شمېر زده‌کوونکو او کارکوونکو په ګډون د کارموندنې مهارتونو او مسلکي مشورو روزنیز. . .

BACK TO NEWS