د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې د اکاډمیک بورډ غونډه ترسره شوه

media_admin
دوشنبه ۱۴۰۲/۵/۳۰ - ۱۴:۱۴
جلسه بورد اکادمیک

د تخنيکي او مسلکي زده کړو ادارې د اکاډمیکو چارو د انسجام بورډ غونډه د دغې ادارې د تخنيکي او مسلکي چارو مرستيال مولوي غلام سعيد احساس په مشرۍ ترسره شوه.

په دغې غونډه کې د شپي تخنیکي او مسلکي زده کړو نوی کړنلارې د مسودې د نهايي کولو، د نویو فني کادرونو د کړنلارې د مسودې نهايي کولو، د ښوونیزو مرکزونو د اداري مدیرانو لپاره د اضافه کاري او د اسلامي ثقافت مضمون د تدریس د اصلاح میکانیزم په اړه بحث او د نظرونو تبادله وشوه.

ښاغلي احساس د تخنيکي او مسلکي زده کړو په مرکزونو کې د شپې برخې د جوړېدو په اړه وويل چې د اړتيا له مخې د دې برخې جوړول اغېزمن دي.

د غونډې ګډونوالو هم د دې او نورو مسایلو په اړه خپل نظرونه وړاندې کړل او لازم تصمیمونه ونیول شول.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۲ - ۱۴:۵۴
Background image

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې د اکاډمیک بورډ ناسته ترسره شوه

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې د اکاډمیک بورډ ناسته ددې ادارې د بېلابېلو څانګو د رئیسانو او مسؤولانو په ګډون د تخنیکي او مسلکي چارو په معاونیت کې ترسره شوه. د ناستې په پیل کې د اکاډمیک. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۳/۳۱ - ۹:۱۴
Background image

د چپرهار زراعت انسټیټیوټ د محصلینو د فراغت مراسم ترسره شول

د ننګرهار ولایت د چپرهار زراعت انسټیټیوټ د محصلینو فراغت مراسم د سیمه‌ییزو مسؤلینو، علماوو، قومي مشرانو، د محصلینو کورنیو او یو شمېر ځوانانو په حضور کې ترسره شول. د فراغت په مراسمو کې. . .

شنبه ۱۴۰۵/۳/۳۰ - ۱۰:۴۷
Background image

د استاد مؤمن حکیمي وینا د الله تعالی سره د بندګانو د عهد او پیمان په اړه

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې د اصلاحي او تربیوي غونډو په لړۍ کې، استاد حمزه مؤمن حکیمي د الله تعالی سره د مسلمانانو د عهد او پیمان په اړه وینا وکړه. نوموړي د سورة الفاتحې مبارکو. . .

BACK TO NEWS