د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې د احصایې او معلوماتي سیسټمونو د پراختیا پروژې د پیل په اړه خبرې اترې وشوې

media_admin
پنجشنبه ۱۴۰۲/۶/۲ - ۱۱:۴۹
د پلان او ستراتیژیکې همغږۍ رئیس

د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې د پلان او ستراتیژیکې همغږۍ رئیس مولوي نیک محمد نیکمل د ملګرو ملتونو د علمي، تعلیمي او فرهنګي ادارې (یونسکو) له کارکوونکو سره وکتل.

په دغه لیدنه کې د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې د احصایې او معلوماتي سیستم (ام آی اس) پراختیایي پروژې د پیل په اړه خبرې وشوې.

په دغې غونډه کې هغه قراردادي شرکت هم معرفي شو چې د دغې پروژې چارې پرمخ وړي او ټاکل شوې چې دغه شرکت به ډېر ژر خپل کار پیل کړي.

ښاغلي نیکمل د یونسکو سازمان څخه مننه وکړه او د پروژې په تطبیق کې یې له قراردادي شرکت سره د همکارۍ ډاډ ورکړ.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۶ - ۱۵:۵۵
Background image

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې نوی مدیریتي سیستم پرانیستل شو

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې د معلوماتي ټکنالوژۍ ریاست د یادې ادارې د رهبرۍ پلاوي، د ریاستونو د رئیسانو او یو شمېر کارکوونکو په ګډون په یوه غونډه کې د دې ادارې نوی مدیریتي سیستم. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۶ - ۹:۵۴
Background image

د پکتیا د خاصو زده‌کړو لېسې سره د ۱۴ زره ډالرو مرسته وشوه

د «اسلامیک هیلپ» مؤسسې په یوه مراسمو کې د پکتیا ولایت د خاصو زده‌کړو لېسې ته د ۱۴ زره امریکايي ډالرو په ارزښت ۶۲ قلمه اداري تجهیزات او ښوونیز توکي ډالۍ کړل. په هغو مراسمو کې چې په همدې. . .

شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۵ - ۱۱:۰
Background image

د کابل ښار په تخنیکي زده‌کړو مرکزونو کې اصلاحي، تربیوي او ښوونیزه برنامه پای ته ورسېده

هغه فکري، فرهنګي، اصلاحي او ښوونیز پروګرام چې د تنویر فکري او فرهنګي ادارې له لوري، د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې د ارشاد او دعوت ریاست په همکارۍ جوړ شوی و، پای ته ورسېد. په همدې. . .

BACK TO NEWS