د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې اصلاحي غونډه ترسره شوه
د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې اونیزه اصلاحي غونډه د دغه ادارې د مقام دفتر رئیس استاد مطیع الله هدایت په وینا د کارکوونکو په حضور کې ترسره شوه.
ښاغلي هدایت په خپلو خبرو کې اخلاص او صداقت په ارزښت خبرې وکړې.
د تخنيکي او مسلکي زده کړو ادارې د مقام دفتر رئیس د دغه ادارې له کارکوونکو څخه وغوښتل چې خپل مسووليتونه او چارې په پوره اخلاص د خداى (ج) او ملت د رضا لپاره ترسره کړي.
غونډه د خیر په دعا ویلو سره پای ته ورسیده.