د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې اصلاحي غونډه ترسره شوه
د تخنيکي او مسلکي زده کړو ادارې اونيزه اصلاحي غونډه د کارکوونکو په شتون او د دغه ادارې د تخنيکي او مسلکي چارو مرستيال مولوي غلام سعيد احساس په وينا سره ترسره شوه.
ښاغلي احساس د دې غونډې په اهميت خبرې وکړې او ويې ويل چې په داسې غونډو کې ګډون کول له غوره عبادتونو څخه ګڼل کېږي او د ګناهونو د بخښنې لامل کېږي.
نوموړي له ټولو کارکوونکو وغوښتل، چې په اونيزه اصلاحي غونډه کې په شوق او ذوق سره ګډون وکړي.
د تخنيکي او مسلکي چارو مرستيال وويل چې اصلاحي مجالس لوړ اهمیت څخه برخمن دي او مسلمانان دغو مجالسو ته اړتيا لري.