د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې اصلاحي غونډه ترسره شوه

media_admin
پنجشنبه ۱۴۰۱/۱۲/۴ - ۱۳:۴۰
برنامه‌ آموزش

د تخنيکي او مسلکي زده کړو ادارې اونيزه اصلاحي غونډه د دغه ادارې د سرپرست مولوي غلام حيدر شهامت په وينا او د یادې ادارې د کارکوونکو په ګډون کې ترسره شوه.

مولوي شهامت په خپلو خبرو کې د الله تعالی د احکامو په اطاعت خبرې وکړې او کارکوونکو ته یې د خدای تعالی د حکمونو د عملي کولو سپارښتنه وکړه.

ښاغلي شهامت زیاته کړه چې د کامل مؤمن سیرت او صورت باید د خدای له احکامو او د رسول الله صلی الله علیه وسلم له سنتو سره سمه وي.

نوموړي دا هم وویل، چې یو کامل مسلمان باید تل په خدای توکل او قوي ایمان سره ژوند وکړي.

یاده غونډه د افغانستان د خلکو لپاره د خیر په دعا ویلو سره پای ته ورسیده.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۱ - ۱۰:۴۳
Background image

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې رئیس تخار ولایت ته سفر وکړ

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې رئیس، محترم الحاج مولوي غلام حیدر شهامت، تخار ولایت ته سفر وکړ. نوموړي د خپل سفر پر مهال د یاد ولایت د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو د مرکزونو له محصلینو،. . .

شنبه ۱۴۰۵/۵/۱۰ - ۱۱:۲۳
Background image

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې رئیس کندز ولایت ته سفر وکړ

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې رئیس، محترم مولوي غلام حیدر شهامت، د خپلو کاري او څارنیزو سفرونو په لړ کې کندز ولایت ته سفر وکړ. نوموړي په کندز ولایت کې له سیمه‌ییزو مسؤلینو او د تخنیکي. . .

شنبه ۱۴۰۵/۵/۱۰ - ۱۰:۳۳
Background image

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې اصلاحي غونډه ترسره شوه

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې د اصلاحي غونډو په دوام، نن د کابل پوهنتون استاد، محترم نصرمن‌الله مجاهد، د آخرت لپاره د چمتووالي او د مسلمانانو د دیني مسؤلیتونو په اړه وینا وکړه. نوموړي. . .

BACK TO NEWS