د تخنيکي زده کړو مرکزونو د محصلينو فراغت غونډه جوړه شوه

media_admin
یکشنبه ۱۴۰۳/۹/۲۵ - ۱۵:۲۰
TVETA

د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې له لوري د کابل ولایت د تخنیکي او مسلکي زده کړو له مرکزونو څخه د ۱۲۵۰ تنو محصلینو د فراغت په مناسبت فراغتغونډه جوړه شوه.

په دې مراسمو کې د مقاماتو تر څنګ یو شمېر مېلمنو او د فارغانو والدینو هم برخه اخیستې وه.

د غونډې په پیل کې د مالي او اداري چارو مرستیال ښاغلي مفتي فضل الرحمن فاضل د ځوانانو او د هېواد په پرمختګ کې د نوموړو د رول په اړه خبرې وکړې.

مفتي فاضل په خپلو خبرو کې وویل چې ځوانان د ټولنې اساسي ستن بلل کېږي او باید د هیواد د پرمختګ لپاره ځوانان لا زیاتې هلې ځلې وکړي.

نوموړي دغه راز زیاته کړه چې له تحصیلي او تعلیمي دورې څخه د محصلینو فراغت د نوموړو لپاره یو نوی فرصت دی چې د علم او پوهې زده کړې او پرمختګ ته زیاته پاملرنه وکړي.

په دوام کې یو تن فارغ شوي محصل هم وینا وکړه. نوموړي د تخنيکي او مسلکي زده کړو د مرکزونو له استادانو څخه د مننې او قدر داني ترڅنګ له مسوولينو څخه وغوښتل چې د هېواد د ځوانانو په برخه کې پانګونې ته زياته پاملرنه وکړي.

د یادې غونډې په دوام کې پر یو شمېر نورو اړوندو موضوعاتو هم د ویناوالو له خوا خبرې وشوې او غونډه فارغانو ته د تصدیق پاڼو په ورکولو سره پای ته ورسېده.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۲/۳۰ - ۸:۵۰
Background image

د ننګرهار والي مرستیال د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو له مرکزونو لیدنه وکړه

د ننګرهار ولایت د مقام مرستیال مولوي غلام رحمن حیدري د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو له مرکزونو څخه لیدنه وکړه. نوموړي د دې لیدنې پر مهال د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو مرکزونو د زده‌کړو بهیر له. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۲/۲۹ - ۸:۴۹
Background image

د پکتیا د تخنیکي زده‌کړو آمریت او اطلاعاتو او فرهنګ ریاست ترمنځ هوکړه‌لیک لاسلیک شو

د پکتیا ولایت د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو آمریت او اطلاعاتو او فرهنګ ریاست ترمنځ په یوه ناسته کې د ګډو همکاریو هوکړه‌لیک لاسلیک شو. د یاد هوکړه‌لیک لاسلیک موخه د دواړو ادارو ترمنځ د. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۸ - ۱۴:۴۰
Background image

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې د رهبرۍ ناسته ترسره شوه

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې رهبرۍ ناسته د محترم الحاج مولوي غلام حیدر شهامت په مشرۍ او د دې ادارې د محترمو مرستیالانو په حضور کې ترسره شوه. د دې ناستې موخه د تخنیکي او مسلکي چارو. . .

BACK TO NEWS