د تخنيکي او مسلکي چارو مرستيال د "GIZ" ادارې له استازي سره وکتل
د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې د تخنیکي او مسلکي چارو مرستیال مولوي غلام سعید احساس د "GIZ" ادارې له استازي سره وکتل.
په دې کتنه کې د دواړو لورو ترمنځ د همکاریو پر پراختیا خبرې وشوې.
د "GIZ" استازي فیض محمد نوري د تخنیکي او مسلکي زده کړو له ادارې سره د یادې ادارې د هر اړخیزې همکارۍ ژمنه وکړه.
د "GIZ" ادارې پخوا هم د تخنيکي او مسلکي زده کړو له ادارې سره همکاري درلوده.