د تخنيکي او مسلکي چارو مرستيال د ننګرهار له سيمه ييزو مسئولينو سره وکتل

media_admin
شنبه ۱۴۰۲/۷/۲۲ - ۱۵:۲۸
Nangarhar

د ولایتي سفرونو په دوام کې د تخنیکي او مسلکي چارو مرستیال مولوي غلام سعید احساس د یوه پلاوي په مشرۍ ننګرهار ولایت ته سفر وکړ.

ښاغلي احساس ننګرهار ولایت ته د خپل سفر پر مهال له مرستیال والي مولوي سعید احمد بنوري او د یاد ولایت د علماوو شورا له رئیس شیخ حضرت جان حنفي سره وکتل او خبرې اترې ورسره وکړې.

په دغې کتنه کې د هېواد په اقتصادي وده کې د تخنیکي او مسلکي زده کړو پر ارزښت خبرې وشوې.

مولوي احساس لومړی د تخنيکي او مسلکي زده کړو ادارې په اړه معلومات ورکړل او زياته يې کړه، چې د کار بازار لپاره د ماهر او مسلکي ځواک روزل د دغې ادارې له مهمو موخو څخه دي.

د تخنيکي او مسلکي زده کړو مرستيال د دغې ادارې له خوا د مجاهدينو لپاره د تدوین شوې روزنيزې طرحې په اړه هم معلومات ورکړل او ويې ويل، چې د یادې طرحې  په پلي کېدو سره به د مجاهدينو لپاره به د زده کړو زمينه برابره شي.

ښاغلي احساس هغه سپورټي موټر ته هم اشاره وکړه چې د قطر نندارتون ته وړل شوی دی او زیاته یې کړه چې دغه موټر د تخنيکي او مسلکي زده کړو ادارې د نوښت په مرکز کې جوړ شوی دی.

نوموړي وويل، د تخنيکي او مسلکي زده کړو په اداره کې د نوښت مرکز له جوړېدو څخه موخه د نوښتګرو او د خلاقو ځوانانو د کډوالۍ مخنیوي په توګه یاد کړ.

دغه راز د ننګرهار مرستيال والي او د دغه ولايت د علماوو شورا رئيس د تخنيکي او مسلکي زده کړو ادارې د برنامو او لاسته راوړنو ستاينه وکړه او له دغې ادارې سره يې د لا زياتو مرستو ډاډ ورکړ.

له بل پلو دغه پلاوي د ننګرهار ولایت د تخنیکي او مسلکي زده کړو له مرکزونو څخه هم لیدنه وکړه او د دغو مرکزونو ستونزې یې وڅېړلې.

د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې تر دې وړاندې هم یو شمېر ولایتونو ته سفرونه کړي او په پام کې ده چې د نوموړي پلاوي سفرونه د افغانستان ټولو ولایتونو ته وغځول شي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۰ - ۱۴:۱۸
Background image

د تخنیکي زده‌کړو د ولایتي مسئولینو د صلاحیتونو ټاکنه او سپارنه

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو د زونونو او ولایتونو د تخنیکي آمریتونو د صلاحیتونو او مسئولیتونو د ټاکنې او سپارنې د څرنګوالي په پار د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې د رهبرۍ غونډه ترسره شوه.. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۳/۱۹ - ۱۵:۳۹
Background image

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې اکاډمیک بورډ ناسته ترسره کړه

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې اکاډمیک بورډ د دې ادارې د اکاډمیکو برخو د ستونزو او ننګونو د ارزونې او حل په موخه ناسته ترسره کړه. په دې ناسته کې د اکاډمیک بورډ د پخوانیو غونډو پرېکړې. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۳/۱۹ - ۱۳:۳۳
Background image

د لغمان د مرکز کثیرالرشتوي انسټیټوټ د زده‌کوونکو فراغت مراسم ترسره شول

د لغمان ولایت د مرکز کثیرالرشتوي انسټیټوټ ۱۷۵ تنه زده‌کوونکي د نېټورک، ډیټابېس، اګرانومي، ودانیو او برېښنا رسونې له څانګو فارغ شول. د پروګرام په پیل کې د انسټیټوټ آمر، قاري محمد اکرم. . .

BACK TO NEWS