د تخنيکي او مسلکي زده کړو ادارې پلاوي د کندهار د پنجوايي ولسوالۍ اړوند د سوداګرۍ لېسې وضعیت وڅېړه

media_admin
یکشنبه ۱۴۰۳/۸/۶ - ۱۵:۲۷
TVETA

د تخنيکي او مسلکي زده کړو ادارې څخه يو پلاوي د مولوي غلام سعيد احساس په مشرۍ کندهار ولايت ته د خپل سفر په ترڅ کې د یاد ولایت د پنجوايي ولسوالۍ اړوند د سوداګرۍ ليسې له وضعیت څخه ليدنه وکړه.

 دغه پلاوي د کندهار ولايت د پنجوايي ولسوالۍ اړوند د سوداګرۍ لېسې ټول تحصيلي او تعلیمي اسناد وڅېړل او د دغه مرکز ستونزې او ننګونې يې هم له نېږدې څخه واورېدې.

دا په داسې حال کې ده، چې ياد پلاوي تر دې وړاندې هم د هېواد په بېلابېلو ولايتونو کې د تخنيکي او مسلکي زده کړو له مرکزونو ليدنه کړې او د يادو مرکزونو د ستونزو او ننګونو د هواري ژمنه يې هم کړې ده.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۳/۱۵ - ۱۱:۲۶
Background image

د پروان ولایت سیدخیلکثیرالرشتوي انسټیټوټ د محصلینو له لوري د عملي روزنو د زده کړې لړۍ

د پروان ولایت اړوند سید خیل ولسوالۍ کثیرالرشتوي انسټیټوټ د وترنرۍ څانګې محصلینو د عملي زده کړو په چوکاټ کې د حشراتو په اړه روزنه ترلاسه کړه. پدې جلسه کې، لارښود استاد محصلینو ته د. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۳/۱۵ - ۹:۴۰
Background image

د تخنیکي او مسلکي زده کړو په یوه ښووونیز مرکز کې د عملي زده کړو لړۍ

د کاپیسا ولایت اړوند«حصه اول کوهستان» کرنې او وترنرۍ انسټيټوټ د وترنرۍ څانګې محصلینو ته د حیواني ناروغیو د درملنې او جراحۍ په اړه په عملي بڼه روزنه ورکړل شوه. د لارښود استاد تر نظر. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۳/۱۵ - ۹:۳۴
Background image

۳۰ تنه محبوسین د مبایل رغونې« ترمیم مبایل» له لنډمهاله حرفوي پروګرام څخه فارغ شول

د مبایل رغونې«ترمیم مبایل» څانګې لنډمهاله حرفوي روزنیز پروګرام، چې څه موده وړاندې د زابل ولایت د تخنیکي او مسلکي زده کړو آمریت لخوا د یاد ولایت په محبس کې پیل شوی و، پای ته ورسید. په دې. . .

BACK TO NEWS