د بلخ ولایت د مجاهدینو او د نویو ګمارل شویو کارکوونکو د فراغت مراسم ترسره شول

media_admin
یکشنبه ۱۴۰۲/۱۰/۱۷ - ۱۲:۲۹
tveta

په بلخ ولایت کې د ۴۰ تنو مجاهدینو او نویو ګمارل شویو کارکوونکو د فراغت مراسم د یاد ولایت تخنیکي آمریت له خوا ترسره شول.

 دغه برنامه شاوخوا دوه مياشتې وړاندې د تخنيکي او مسلکي زده کړو ادارې سرپرست ښاغلي مولوي غلام حيدر شهامت له خوا پرانستل شو، چې پکې مجاهدينو او نويو ګمارل شويو کارکوونکو ته د کمپيوټر، انګليسي او مديريت په څانګو کې روزنه ورکړل شوه.

ښاغلي مولوي شهامت په بلخ ولایت کې د دغې برنامې د پرانیستلو پر مهال وویل چې د جهاد پر مهال یې یوه هیله د مجاهدینو لپاره د زده کړو زمینې برابرول وو.

د بلخ ولايت سيمه ييزو مسؤلينو د دغه کارکوونکو د فراغت په مراسمو کې د وينا پر مهال د تخنيکي او مسلکي زده کړو ادارې له برنامو ستاينه وکړه.

همدارنګه په دغه ښوونیزه برنامه کې ګډون والو کارکوونکو او مجاهدينو هم وويل چې د دا ډول برنامو ترسره کول د مجاهدينو د ظرفيت لوړولو لپاره ډېرې ګټورې دي.

په ورته وخت کې د بلخ ولايت د تخنيکي او مسلکي زده کړو مسؤلینو ژمنه وکړه چې په یاد ولايت کې به د مجاهدينو او نويو ګمارل شويو کارکوونکو ته روزنیزې برنامې به دوام ومومي.

د تخنيکي او مسلکي زده کړو اداره د مجاهدينو لپاره د روزنیزه طرحه هم تدوین کړې دی چې دا مهال په يو شمېر ولايتونو کې د ترسره کیدو په حال کې دی.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۰ - ۹:۳۱
Background image

د څېړنې او نوښت ریاست مسؤلینو له څه باندې ۲۰ تولیدي او صنعتي شرکتونو سره لیدنې وکړې

د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې د څېړنې او نوښت ریاست مسؤلینو د امام ابوحنیفه (رحمه‌الله) د پنځم ملي او نړیوال نندارتون په څنډه کې د څه باندې ۲۰ تولیدي او صنعتي شرکتونو او د خصوصي سکتور. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۱۴ - ۱۵:۱۷
Background image

د انستیتوت د دورې د عمومي څانګو د انګلیسي ژبې د ښوونیز نصاب د پراختیا او اعتبار ورکولو ورکشاپ پای ته ورسېد

د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې د تعلیمي نصاب ریاست له لوري د انستیتوت د عمومي څانګو د دورې لپاره د انګلیسي ژبې د ښوونیز نصاب د پراختیا او اعتبار ورکولو ورکشاپ، چې د پوهنتونونو د. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۱۴ - ۱۳:۵۰
Background image

د ښوونیزو همکاریو پر پراختیا ټینګار؛ د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې رئیس د ناروې کمېټې له رئیس سره وکتل

د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې رئیس، مولوي غلام حیدر شهامت، د افغانستان لپاره د ناروې کمېټې له رئیس، تاریا مګنوسون واتردال، سره وکتل. په دې لیدنه کې د افغانستان لپاره د ناروې کمېټې. . .

BACK TO NEWS