د بلخ ولایت د تخنیکي آمریت او د دغه ولایت د احصایې او معلوماتو له ریاست سره د همکارۍ هوکړه لیک لاسلیک کړ
د بلخ ولایت د تخنیکي او مسلکي زده کړو آمر مولوي نورالله صلاح الدین امیني د یاد ولایت د احصایې او معلوماتو له رئیس مولوي نورمحمد وثیق سره د همکارۍ هوکړه لیک لاسلیک کړ.
د یاد هوکړه لیک پر بنسټ به د بلخ ولایت د تخنیکي او مسلکي زده کړو د محصلینو لپاره د عملي زده کړو زمینه برابره شي.
دغه راز د بلخ ولايت د احصايې او معلوماتو په رياست کې د تخنيکي او مسلکي زده کړو د فارغانو لپاره د کار زمينې برابرول يو له هغو موادو څخه دى چې په ياد هوکړه لیک کې شامل دي.