د بلخ ولایت تخنیکي او مسلکي زده کړو امریت د "مجاهدینو" لپاره درې میاشتنی روزنیزه دوره پیل شوه.

media_admin
شنبه ۱۴۰۱/۴/۱۱ - ۱۲:۲۲
 دوره آموزشی سه‌ ماهه

 د بلخ ولایت تخنیکي او مسلکي زده کړو امریت لخوا یو شمیر "مجاهدینو" ته درې میاشتنی روزنیزه دوره پیل شوه.

د بلخ ولایت تخنيکي او مسلکي زده کړو امر مولوي نورالله صلاح الدين وايي، چې د دغه روزنيزې دورې له جوړېدو څخه يې موخه د افغانستان ا.ا مجاهدينو اداري او مديريتي مهارتونو لوړول دي.

 د هغه په ​​وينا، په دې روزنيزه دوره کې يو شمېر هغو "مجاهدينو" ته چې اوسمهال په دولتي ادارو کې په دندو بوخت دي، د ادارې او مديريت مهارتونه، د کمپيوټر او انګليسي ژبې زده کړې ورکول کېږي.

په دې وروستیو کې په هلمند ولایت کې د تخنیکې او مسلکې زده کړو امریت لخوا چې د افغانستان ا.ا «مجاهدینو»  د مهارت لوړولو لپاره درې میاشتنې روزنیزه دوره په لاره اچول شوی وه له هغه ډلې څخه ۲۲۲ تنه فارغ شول.

د تخنیکي او مسلکي زده کړو اداره هڅه کوي چې په ټولو ولایتونو کې د افغانستان ا.ا مجاهدینو د ظرفیت لوړونې پروګرامونه تنظیم کړي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۴/۳۱ - ۱۱:۴۳
Background image

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې رئیس د روسیې له پلاوي سره ولیدل

نن له غرمې مخکې د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې رئیس، الحاج مولوي غلام حیدر شهامت، په خپل کاري دفتر کې د روسیې هېواد د آلتای پیداګوژیک پوهنتون له پلاوي سره لیدنه او خبرې وکړې. په دې. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۳۰ - ۸:۳۰
Background image

د ننګرهار ولایت اقتصاد ریاست سره د همغږۍ ناسته ترسره شوه

د ننګرهار ولایت د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو آمریت او د یاد ولایت د اقتصاد ریاست ترمنځ د ګډو همکاریو د پیاوړتیا او د دواړو ادارو ترمنځ د اړیکو د پراختیا په موخه د همغږۍ ناسته ترسره شوه. په. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۹ - ۱۱:۶
Background image

د لغمان محبس ته علمي کتابونه او مجلې ډالۍ شوې

د لغمان ولایت د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو آمریت د خپلو اړوندو ښوونیزو مرکزونو له لارې د بېلابېلو موضوعاتو په اړه ۴۴ ټوکه کتابونه او ۳۵ ټوکه علمي مجلې د لغمان ولایت د محبس آمریت ته ډالۍ. . .

BACK TO NEWS