د بلخ د ځانګړو زده کړو مسلکي لېسې وضعیت وڅېړل شو

media_admin
پنجشنبه ۱۴۰۲/۸/۱۱ - ۱۲:۱۳
مزار شریف

د تخنيکي او مسلکي زده کړو ادارې سرپرست مولوي غلام حيدر شهامت د بلخ ولايت د ځانګړو زده کړو لېسې وضعيت وڅيړل شو.

 ښاغلي مولوي شهامت د ځانګړو زده کړو مسلکي لېسې څخه لیدنه وکړه او د دغې لېسې د استادانو او زده کوونکو ستونزې او اړتیاوې یې له نږدې وکتلې.

د څښاک د پاکو اوبو نشتوالی، د تدریسي ودانۍ او د بریل خط نصاب کموالی د ځانګړو زده کړو په مسلکي لېسه کې له لویو ستونزو څخه بلل کېږي.

د تخنيکي او مسلکي زده کړو ادارې سرپرست د بلخ د ځانګړو زده کړو مسلکي لېسې د اړتياوو او ننګونو د حل ژمنه وکړه ترڅنګ نوموړي د یو شمېر مسایلو په اړه مسئولینو ته لازمې لارښوونې هم وړاندې کړې.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۶ - ۹:۵۴
Background image

د پکتیا د خاصو زده‌کړو لېسې سره د ۱۴ زره ډالرو مرسته وشوه

د «اسلامیک هیلپ» مؤسسې په یوه مراسمو کې د پکتیا ولایت د خاصو زده‌کړو لېسې ته د ۱۴ زره امریکايي ډالرو په ارزښت ۶۲ قلمه اداري تجهیزات او ښوونیز توکي ډالۍ کړل. په هغو مراسمو کې چې په همدې. . .

شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۵ - ۱۱:۰
Background image

د کابل ښار په تخنیکي زده‌کړو مرکزونو کې اصلاحي، تربیوي او ښوونیزه برنامه پای ته ورسېده

هغه فکري، فرهنګي، اصلاحي او ښوونیز پروګرام چې د تنویر فکري او فرهنګي ادارې له لوري، د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې د ارشاد او دعوت ریاست په همکارۍ جوړ شوی و، پای ته ورسېد. په همدې. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۰ - ۹:۳۱
Background image

د څېړنې او نوښت ریاست مسؤلینو له څه باندې ۲۰ تولیدي او صنعتي شرکتونو سره لیدنې وکړې

د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې د څېړنې او نوښت ریاست مسؤلینو د امام ابوحنیفه (رحمه‌الله) د پنځم ملي او نړیوال نندارتون په څنډه کې د څه باندې ۲۰ تولیدي او صنعتي شرکتونو او د خصوصي سکتور. . .

BACK TO NEWS