د الکولونو اکسدیشن په اړه د زده‌کوونکو د عملي زده کړو بهیر

media_admin
شنبه ۱۴۰۴/۵/۲۵ - ۱۴:۴۹

د کاپیسا ولايت د کوهبند ولسوالۍ اړوند کرنې مسلکي لیسې د دولسم ټولګي زده کوونکو ته د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې د عملي زده‌کړو په چوکاټ کې د الکولونو اکسدیشن په اړه په عملي بڼه روزنه ورکړل شوه.

لارښود استاد زده کوونکو ته د الکولونو اکسدیشن او د الکولونو د حریق کیدو  په اړه په عملي ډول توضیحات ورکړل همداراز د نوموړو پوښتنو ته یې ځوابونه هم وړاندې کړل.

د تخنیکي او مسلکي زده کړو په مرکزونو کې عملي زده کړې د دې مرکزونو فارغانو ته د کار زمینه برابروي. له همدې امله د تخنيکي او مسلکي زده کړو ادارې رهبري تل د تخنيکي او مسلکي زده کړو په مرکزونو کې د عملي زده کړو پر پياوړتيا ټينګار کوي.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۴/۶/۲۴ - ۱۶:۱۵
Background image

په تخار ولایت کې د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې لخوا د کار موندنې مرکز پرانیستل شو

په تخار ولایت کې تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې مسؤلینو د یو اقدام په ترڅ کې د هغو زده کړیالانو لپاره د دندې موندلو اومشوره دهۍ مرکز پرانیست چې د فراغت په درشل کې موقعیت لري. د دې مرکز. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۶/۲۴ - ۱۰:۸
Background image

د خوست ولایت تخنیکي انسټيټوټ د محصلینو لپاره ښوونیز سیمینار ترسره شو

په خوست ولایت کې د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې مسولین وایي چې د یاد ولایت تخنیکي انسټيټوټ د محصلینو لپاره یې یو شمیر ښوونیز سیمینارونه په لاره اچولي دي. د مسؤلینو په وینا، دا. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۶/۲۴ - ۱۰:۶
Background image

د میدان وردګو ولایت چک کثیرالرشتوي انسټيټوټ لخوا د سیرت النبی ﷺ د ازموینې پایلې اعلان شوې

په میدان وردګ ولایت کې د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې مسؤلین خبر ورکوي چې د سیرت النبي ﷺ آزموینه چې د یاد آمریت اړوند چک کثیرالرشتوي انسټيټوټ له خوا په لاره اچول شوې وه، نن ورځ یې. . .

BACK TO NEWS