د پکتیا د خاصو زدهکړو لېسې سره د ۱۴ زره ډالرو مرسته وشوه
د «اسلامیک هیلپ» مؤسسې په یوه مراسمو کې د پکتیا ولایت د خاصو زدهکړو لېسې ته د ۱۴ زره امریکايي ډالرو په ارزښت ۶۲ قلمه اداري تجهیزات او ښوونیز توکي ډالۍ کړل.
په هغو مراسمو کې چې په همدې مناسبت جوړ شوي وو، د پکتیا مرستیال والي، د اقتصاد رئیس، د تخنیکي او مسلکي زدهکړو آمریت مسؤولینو او د «اسلامیک هیلپ» مؤسسې استازو ګډون کړی و.
ویناوالو د یادې مرستې د ستاینې ترڅنګ، د معلولیت لرونکو زدهکوونکو پر ملاتړ او هغوی ته د غوره ښوونیزو او مسلکي زدهکړو د فرصتونو پر برابرولو ټینګار وکړ.
د مراسمو په پای کې یاد ۶۲ قلمه اداري تجهیزات او ښوونیز توکي په رسمي ډول د پکتیا د خاصو زدهکړو لېسې مسؤولینو ته وسپارل شول.
